سياستوال:د افغانستان ماموريت جنګي ماموريت نه دی
۱۳۸۹ فروردین ۲۴, سهشنبهد آلمان د سوسيال ډيموکراټ د ګوند مشر زيګما ګبرايل په افغانستان کي د آلمان د پوځي ماموريت سره د خپل هيواد د حکومت پر روان چالچلند باندي نيوکي کړي دي.
ګبرايل آلمانۍورځپاني، فرانکفورتر روند شاو ته د آلمان د صدراعظمي انګلا ميرکل هغي وروستۍ يادوني ته اشاره وکړه، چي د درو آلماني سرتيرو د مړني د وير په مراسمو کي يې ويلي دي، چي هغه د هغو کسانو، چي په افغانستان کي د جرمني پوځي ماموريت ته اوس د جنګي ماموريت نوم ورکوي، تفاهم لري.
هغي وويل:« د دغه ماموريت واقعيت بايد په نظر کي ونيول سي. له واقعيت څخه د هغې مقصد هغه يو بحث ته اشاره ده، چي آيا په افغانستان کي د آلماني عسکرو ماموريت «جنګي» دی که نه. ميرکل وويل:« ډير کسان دغه ماموريت جنګي بولي، او زه دا ښه درک کولاي سم.»
د سوسيال ډيموکرات د ګوند مشر وويل:« دغه ډول يادوني د عامه بحث د ويري او ډار مانا لري. هغه زياته کړه. کله چي مېرمن ميرکل د جرمني د افغانستان پوځي ماموريت ته جنګي نوم ورکوي، هغه بايد په پارلمان کي د يو نوي ماموريت لپاره غوښتنه وړاندي کړي.
هغه وويل کله چي دغسي غوښتنه پارلمانه ته وړاندي سي، په يقين سره چي دې ماموريت ته به د پارلماني راييو بهير بل ډول وي.
ګبرايل له جرمنۍ ورحپاني سره په خپلو يادونو کي زياته کړه، چي هغه د افغانستان د ماموريت پر ستونزمن توب باندي پوهيږي او د خپلو خلکو د اندېښنو په هکله هم خبر دی.
هغه وويل:خو سياستوالان بايد هغه څه وکړي چي ور سره لازم دي » هغه وويل: په افغاسنتان کي د نړيوال پوځ ماموريت د ملګرو ملتو له خوا په دې مقصد تصيوب سوي، چي هغه د افغانستان له خلکو څخه ساتنه وکړي او په دې لاره کي هڅه وکړه چي افغانستان بيا د تروريزم هډه ونه ګرځي.دغه مامرويت د« ولسونو د نړيوالو حقوقو سره تړلي دي ».
هغه وويل که چيري د جرمني حکومت فکر کوي، چي دا صلاحيت کفايت نه کوي او د دې هڅه کوي چي په افغاسنتان کي پوځي ماموريت ته «جنګي» نوم ورکړي، نو په ښکاره توګه دي وږغيږي. هغه وويل: بيا دي آلمان تصميم ونيسي چي آيا په دي جنګ کي برخه اخلي که نه.»
AG/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل