1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سویډن پر جنسي تیري تورن ۵ تنه افغان مهاجر اخراجوي

۱۳۹۵ اسفند ۱۹, پنجشنبه

سویډني چارواکو ویلي دي هغه پنځه تنه مهاجر چې پر جنسي تیري تورن ول، مجرم پيژندل شوي او له دغه هیواد څخه به و ایستل شي. د دغو کسانو د اخراج پریکړه پخوا له ستونزو سره مخامخ شوې وه.

https://p.dw.com/p/2Yuur
Schweden Abschiebung von Asylsuchenden
انځور: picture-alliance/dpa/J. Nilsson

په سویډن کې د تجدید نظر یوې محکمې د ابتدایې محکمې حکم لغوه کړی دی او د هغو پنځو تنو افغان مهاجرو (چې پر یوه بل مهاجر د جنسي تيري په برخه کې مجرم پیژندل شوي دي) له دغه هیواد څخه د ایستلو امر کړی دی. مجرم پيژندل شوي کسان هم قانوني سن یا ۱۸ کلنۍ ته نه دي رسیدلي.

په ستاکهلم کې د تجدید نظر محکمې د چهارشنیې په ورځ ویلي دي دغه کسان ځکه اخراجیږي: «چې د هغو کسانو په پرتله چې د دوی د اخراج مخالفت کوي، د هغو کسانو دلایل ډیر قوي کوم چې د دوی د اخراج غوښتنه کوي.»

د اوپسالا، سیمه ییزې محکمې د دسمبر په میاشت کې په دې دلیل چې تورن کسان تر اتلس کلنۍ د ټيټ عمر درلودونکي دي او دویم دا چې د افغانستان امنیتي وضعیت د ډاډ وړ نه دی، پریکړه کړې وه چې د دغو کسانو اخراجول امکان نه لري.

دغه تنکي ځوانان چې کوم افغان سرپرست هم نه لري، پر خپل یو بل افغان مهاجر د ډله ييز جنسي تیري په خاطر د ځوانانو په توقیفخانه او محبس کې په ۱۵ کاله بند هم محکوم شوي دي.   

دغو پنځو تنو افغان مهاجرو د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر میاشت کې یو بل افغان مهاجر (چې هغه هم قانوني سن ته نه وو رسیدل) په چاقو ګواښلی او جنسي تیرې یې پرې کړی وو.

همدارنګه د تجدید نظر محکمې دغه مجرم مهاجر د لسو کلونو له پاره سویډن ته له راستنیدو څخه هم منع کړي دي. تر اوسه پورې  د دغو کسانو د مدافع وکیل له خوا د محکمې د صادر شوي حکم پر وړاندې دفاعیه نه ده وړاندې شوې.