سویلي سودان د لوږې له گواښ سره مخامخ دی
سویلي سودان یوه حاصل خیزه خاوره ده. خو اوس په دغه ځای کې هر دویم کس خوراکي توکو عاجله اړتیا لري. ۱۰۰ زره انسانان د لوږې له کبله د مرگ له گواښ سره مخامخ دي. دغه څه د جگړې او تاوتریخوالي پایله ده.
د هوا له لارې مرستې
د ملگرو ملتونو د خوراک نړیوال پروگرام «ډبلیو اف پي» یوه څرخي الوتکه د روبکوایي په کلي کې د کيناستو په حالت کې ده. په دغه الوتکه کې خوراکي مواد دي، چې د دغه هیواد په شمال کې ورته خلک ډیر سخت سترگې پر لار دي.
هر پاکټ ژوند ژغوري
د ځمکې له لارې کابو ناممکنه ده چې د دغه نوي هیواد لیرې پرتو کلیو ته رسیدگي وشي. له دې کبله ملگري ملتونه د خپلو بیړنیو مرستو له پاره له الوتکو او څرخي الوتکو څخه هم استفاده کوي.
د یوې کورنۍ له پاره څومره مرسته بسنه کوي
د ملگرو ملتونو په وینا په سویلي سودان کې شا او خوا پنځه میلیونه انسانان خوراکي توکو ته اړتیا لري. خو ملگري ملتونه پر دې نه دي توانیدلي دي چې کافي مرستې راټولي کړي، څو له ټولو کسانو سره مرسته وشي.
د مرستو هیله
د ممپلیو په مایع قطۍ کې خواړه بیلا بیل ویتامنونه او منرالونه لري. مرستندویه سازمانونه په دغو خوړو سره له سختې خوارځواکۍ سره د مخامخو ماشومانو ژوند ژغورلی شي.
وچکالي؟ یوازې نیم واقعیت
لږ بارانونه هم یو علت دی چې په سویلي سودان کې ولی ډیری انسانان خوړو ته لاس رسی نه لري. خو یوازې وچکالي په دومره لویه اندایزه د لوږې اړتیا نه شي ځوابولی. ځکه د سویلي دي سودان ډیرې ځمکې ښه حاصل لري.
د سویلي سودان د رامنځ ته کیدو شپږ کاله، او څلور کلنه جگړه
د لوږې اصلي علت دا دی چې له ۲۰۱۳م کال راهیسې بیلا بیلې قومې ډلې د ځمکې پر سر په دغه نوي رامنځ ته شوي هیواد کې د یو او بل پر وړاندې جنگیږي. د سویلي سودان هر پنځم وگړی له خپل ټاټوبي بې ځایه کیدو ته اړ شوی. فصلونه سوځول شوي او کلي ویجاړ کړی شوي دي. داسې کومه نخښه نښانه نه لیدل کیږي، چې ښایي ژر په وضعیت کې ښه والی راشي. لیکوال / لیکواله: پیتر هېله