سویدني پولیسو د کډوالو پر مرکز د برید په تړاو درې تنه نیولې
۱۳۹۵ بهمن ۱۶, شنبهد سويدن پوليسو منلي دي چې درې شکمن کسان يې نيولي چې کيدای شي د وروستيو ورځو په درو بمي بريدونو کې لاس ولري. دغه بمي بريدونه د مهاجرو پر مرکزونو او د ښي اړخي افراطي ډلې پورې اړوند د کتابونو یو پلورنځای تر هدف لاندې راغلي وو.
د کتابونو پر پلورنځای باندې برید د تیرکال په نوامبر مياشت کې ترسره شوې وه. دغه دوکان د سویدن په سويلي ښار ګوتهن برګ کې موقعيت لري. په دې برید کې څوک ژوبل شوي نه وو.
د مهاجرو پر مرکزونو بريدونه د روان کال د جنورۍ مياشتې په پنځمه او پنځه ويشتمه نیټو ترسره شول. په لومړۍ چاودنه کې يو کس سخت ټپي شو خو د جنورۍ په پنځه ويشتمه دویم ايښودل شوی بم، له چاودنې مخکې شنډ کړای شو.
د پوليسو په حواله له نيول شويو کسانو څخه يو تن ېې په يادو بريدونو کې لاس لري. داسې ښکاري چې دغه کس د يادو بريدونو اصلي طراح او دغه راز د نورو تورنو کسانو د تشويق عامل وي. په دوو نورو نيول شويو کسانو باندې د دې شک دی چې د جنورۍ په پنځه ويشتمه ايښودل شوي بم کې لاس لري.
سويدني رسنيو ويلي دي چې داسې معلومه شوې ده چې د درو نيول شويو کسانو له ډلې څخه لږ تر لږه يو یې د نازيانو د نويو ډلو سره اړيکې لري. د سویدن امنيتي پوليسو د نيول شويو کسانو په اړه نور زيات جزئیات نه دي ورکړي.
سویدن ۱۶۰ زره مهاجرو ته ځای ورکړی دی. خو دغه شمير مهاجرو ته د ځای ورکولو وروسته اوس سويدن خپل د مهاجرت او د پولو د کنترول قوانين ډیر سخت کړي دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (24.02.2016):