سويس د اروپا اتل هسپانيې ته ماته ورکړه
۱۳۸۹ خرداد ۲۶, چهارشنبهد چيلي دپاره دا د 1982 کال راهيسي اوله پلا وه ، چي په دغه ډول جهاني مسابقو کښي برياليتوب پلاس راوړي . دغه گول د 32000تماشاچيانو په مخکي جان بيسي ژور په 34 دقيقه کښي ووهی ، خو دوی کولای سول چي ډير گولونه ولگوي ، او ډير چانسونه يې هم د لاسه ورکړل . فارورډ بيسي ژور چي دغه گول يې ولگوی ،وايي
« د فټبال په حساب دا طبعأ ډيره ښه مسابقه نه وه ، خو هغه بيا ډيره هيجاني وه . زموږ دپاره دا مهمه وه ، چي دډير مشکل حريف څخه بازي وگټو ، هغه ډيره آسانه نه وه ، خو د خدای څخه راضي يم ، چي موږ گول ولگوی . »
خو ددغي اتلولۍ د تر اوسه پوري جالبه او د نه منلو مسابقه چی د هسپانيې او سويس تر منځ وه ، په تعجب آوره ډول سره د سويس نسبتأ ضعيفه ټيم د اروپا اتل او ددغي اتلولۍ کانديد ته يو پر صفر گول ورکی .
هسپانويانو د ټول ميچ په جريان کښي خرابه بازي کوله ، او پر ميدان باندي يې حاکميت نه درلودی . دا پلا چي سويس د انتظار برخلاف قوي ؤ ، هسپانويانوخپلو لنډو پاسو ته ادامه ورکړه ، خو گول مقابلي خوا ولگوی .
سويسيان تقريبأ يو ساعت ددفاع په حالت ،په شا کښي وه ، او بلاخره په 52 دقيقه کښي گيلسن فرناندو د خپل ټيم د گولکيپر ډي يې گو بيناليو ډير اوږد شوټ په گول تبديل کی . د مسابقې نتيجه تر پايه پوري پر همدغه يو پر صفر سره پاته سول ، او بيناليو ددغي ورځي قهرمان سو .
د سويس د ملي ټيم ټرينر اوتمار هيڅفيلډ چي المانی دی ، ډير خوشاله ؤ اووايي ،
« موږ کوښښ کاوه ، چه يو دبل سره ليري نسو ، ښه دفاع وکو ، او خپل چانس ته منتظر سو .سړی نسي کولای چه د هسپانيې په مقابل کي هر ډول تهاجمي بازي وکي ، او يوازي پرحملو او تهاجم باندي تمرکز وکي ، په غير د هغه يې دفاع ژر ماتيږي . زموږ ټيم ډيره عاقلانه او ماهرانه بازي وکړه ، او زه زموږ د ټيم په زحمتو وياړم .
خو راځۍ اوس افغانستان ته ولاړسو او هلته د فټبال د شوقيانو خصوصأ مزاريانو دا واورو :
درنو اوريدونکو په جنوبي افريقا کښي د فټبال دنړيوالي اتلولۍ په مناسبت DW – آلمان ږغ راډيو هم يوه خاصه خپرونه لري ،او موږ د DW د فټبال اوريجينل 10 توپونه هغو کسانو چي زموږ پوښتنو ته صحيح جوابونه ووايي، د قرعه کشۍ پر اساس توضيع کوو،تاسي کولای سي زموږ په لاندي انټرنيټي ادرس يا تليفون لمبر سره دهغه جواب راوليږۍ
A : د F د گروپ په جدول کښي څلور سره ټيمونه په مساوي حالت کي قرار لري ، او که
B : ايټاليا د جدول په سر کي ده
البته تاسي دهغه جواب زموږ د انټرنيټ پاني د فټبال د وړمي ورځي د مطلب څخه پيدا کولای سۍ
ددغي ورځي په دريمه مسابقه کښي چي بيا دA د گروپ څخه د اوروگوای او جنوبي افريقا تر منځ تر سره سوه ، اوروگوای وکولای سول ، چي کوربه هيواد جنوبي افريقا ته درې گولونه ورکي .
اوس به نو د جنوبي افريقا دپاره داډيره سخته وي ، چه تر دغي دوهم واري ماتي وروسته يو پر اتم فاينل ته راووزي .
اوروگوای چه د فټبال د نړيوال جام دوهم واري قهرمان دی ، د ټيم وتلي فارورډ ډي يې گو فورلان يې په 24 دقيقه کښي يو گول ولگوی ، او په 80 دقيقه کښي همدغه فارورډ پينالټي په گول تبديله کړه . او د مسابقې تر رسمي وخت وروسته اوروگوای دريم گول هم ولگاوه .
نن به بيا د فټبال په نړيواله اتلولي کښي فرانسه د مکسيکو ،ارجنټين د جنوبي کوريا او يونان د نايجريا په مقابل کي يو دبل سره مخامخ سي .
اندرياس/محمد قاسم نوري
کتونکی : نجيب الله زيارمل