سوني: زموږ نوي کمپیوترونه مه کاروئ
۱۳۹۳ فروردین ۲۲, جمعه
دغه جاپانی شرکت اوس په دې اړه فکر کوي چې دغه ماډل ټول پلورل شوي لپ تاپونه بیرته راوغواړي. سوني د جمهې په ورځ د خپل Vaio Fit 11A ډوله لپ تاپ په اړه یوه اخطاریه خپره کړه. دې شرکت ویلي دي چې په ټولې نړۍ کې یې دغه ډول ۲۵۹۰۰ کمپیوترونه پلورلي دي. اوس له دغو ټولو پیریدونکو څخه غوښتل شوي دي چې له دې کمپیوتره نور گټه وا نه خلي.
د سوني له خوا په دې اړه په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «موږ له خپلو پیریدونکو څخه غوښتنه کوو چې ژر تر ژره له دغو کمپیوترونو څخه کټه اخیستل بند کړي. د دغو کمپیوترونو د چارچرونو لاینونه باید وایستل شي.» سوني زیاته کړې ده چې که د کمپیوتر بترۍ ډیر گرمه شي نو د دې خطر شته چې پخپله کمپیوتر ته هم زیان ورسیږي.
د سوني دغه نوی لپ تاپ کمپیتور په عین حال کې هم یو کمپیوتر دی او یو تبلیت. د دغه لپ تاپ بطرۍ د پاناسونیک شرکت له خوا جوړې شوې دي. تر اوسه پورې دغه ډول درو کمپیوترونو په هانکانگ، چین او جاپان کې اور اخیستی دی.
سوني ویلي دي چې د وخت له تیریدو سره به نور جزییات هم خپاره کړي او دا چې په دې اړه فکر کوي چې ایا ټول پلورل شوي کمپیوترونه بیرته راوغواړي او که نه.