سوله تر پخوا هم لا ليرې ده. د یاسر عرفات له مړينې پنځه کاله تير شول.
۱۳۸۸ آبان ۲۰, چهارشنبهدوې ورځي وروسته د خپلو خلکو له خوا په ډيرو شاندارو مراسمو سره په رام الله کښي خاورو ته وسپارل شو، او نه لکه دده د غوښتني سره سم په بيت المقدس کښي.
دی هم لکه حضرت موسي(ع) چه اسراييلو ته يې يو ښه او غوړيدلی هيواد جوړ کړ ، خو پخپله ده ته څه ونه رسيدل . همدارنګه د ياسر عرفات دا آرزو هم پوره نشوه، چه خپل ولس ته يو مستقل نوی، پخوانی ټاټوبی جوړ کړي .
که څه هم ده کولای شول د رام الله څخه د بيت المقدس منارونه وويني ، چيري چه زيږيدلی دی ، خو اجازه يې نه درلوده هلته ورسي، يو برخليک چه د حضرت موسي(ع) او د خپلو خلکو په شان يې ؤ .
د ياسر عرفات تر مرګ ۵ کاله وروسته هم فلسطينان يوه مستقل دولت ته ندي ورنژدې شوي . برعکس د فلسطين هغه پاته تاريخي کوچنۍ ټوټه ، چه دوی غوښتل پکښي خپل خپلواک دولت جوړ کړي، ورځ په ورځ کوچنۍ کيږي ، ځکه چه هلته اسراييلي ناقلين خپل کورونو جوړوي .
د ياسر عرفات تر مرګ دقيقأ ۵ کاله وروسته بيا په ختيځ بيت المقدس کښي ۱۷ فلسطيني کورنيو ته امر شوي دي ، چه د خپلو کورو څخه ووزي ، او نورو ځايو ته ولاړ شي . دوي مجبوره دي ووزي ، ځکه چه اسراييل غواړي د پاچا داؤد په ياد يو پارک جوړ کړي .
حتی د ياسر عرفات ځای ناستی محمود عباس چه په ټوله نړي کښي د يوه معتدل شخص په سترګه ورته کتل کيږي، نشي کولای، د دغه کار مخنيوی وکړي. دﺉ د دې مخنيوي هم نشي کولاي چه په ختيځ بيت المقدس کښي د ۵۵۰۰۰ فلسطينانو د کورونو د له منځه وړلو مخنيوی وکړي، چه د ۹ متره سميټي ديوال په جوړولو کښي له منځه تللي دي، يا د خپل ښار، ښوونځيو، مځکو، کارځايو او يا ټولنيزو مناسباتو څخه بيل او جلاشوي دي.
دﺉ نورد دې مخنيوي هم نشي کولای چه ددوو دولتونو حل رامنځته کړي، چه نور يې د جوړيدو چانس نشته، او په زياتيدونکي ډول سره ډير فلسطينان او د هغو په جمله کښي د فتح د سازمان سياستمدار په يوه دولت کښي د مساوي حقوقو غوښتنه کوي، چه ساحه يې د مديترانې څخه تر اردن پوري رسيږي.
د ياسر عرفات تر مرګ ۵ کاله وروسته نو پدې ترتيب سره ددوو دولتو د حل موضوع نوره د ناکامۍ سره مخامخ ده.
داسي ښکاريږي چه په جرمني کښي عملأ د منځني ختيځ دغو بدلونونو ته پاملرنه نه کيږي . نه د اسراييلو دحکومت سرټمبګۍ او نه هم د فلسطينانو شک او ترديد کوم تأثير کړی دی، او د دې پر ځای لکه صدراعظمه انګيلا ميرکل پر خپل پخواني دريځ ، يعني د دوو دولتو د حل پر موضوع باندي ټينګار کوي. او د بهرنيو چارو وزير وېستر ويله به د اسراييلو څخه د ليدو پر وخت هم عين وعده ورکړي. خالي وعدې چه نه عملي کيږي.
او داسي ښکاريږي چه د ياسر عرفات تر مرګ ۵ کاله وروسته هم په جرمني کښي نور د منځني ختيځ په باب کوم معين سياست وجود نلري ، او د هغه تر مرګ وروسته د منځني ختيځ څخه سوله ډيره ليري شوې ده.
سهيلا حسرت نظيمی
کتونکی: يحیی وردک