سوسيال ډيموکراټان خپلي رهبرۍ ته ځوانان ورشاملوي
۱۳۸۸ مهر ۱۰, جمعهويل کيږي چه اوس ځوانان بايد په رهبرۍ کښي شامل سي، او کيدلای سي ددغه حزب په راتلونکې کنګره کښي اوسنی د چاپیريال ساتنی وزير زيگمار گابريل د ګوند منشي تعين سي .
زيگمار گابريل چپ پاتيږي . له هغه راپديخوا چې د تېري يکشنبې په ورځ د سپتمبر پر17 نېټه سوسيال دموکرات گوند سخته ماته وخوړله، د آلمان د چاپېريال ساتني وزير ځان غلی کړی دی . حتی وروسته له هغه چې سوسيال دموکراتانو نوموړی د موجوده گوندي مشر فرانڅ مونته فيرنگ پر عوض د خپل گوند مشرتابه ته په نظر کې نيولی دی، هم گابريل ځان په شا کړی دئ . خو په انتخاباتي مبارزو کې بيا دا ډول نه وه. کله چې لومړۍ وزيرې انگيلا ميرکل اوصدارت ته د هغه مخالف کانديد او د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شتين ماير په تلويزيوني مناقشه کې يو د بل ستاينه کوله، گابريل په جرئت او شوخۍ سره وويل:
«کله چې د پوره ورځي دپاره مکتبونه کم وي، مثلأ د ميرمن Von der Leyen په ټاټوبي کې ،نو نه چې دا به بې احترامي وي، چې نران د ښځو په خبرو کې ورلويږي، بلکه برعکس يې هم همداسي دئ .»
گابريل د سوسيال دموکراتانو په سياست کې منځنۍلار لري . تر انتخاباتو دوې اونۍ مخکي 50 کلن سو، ښه خولور او حاضرجوابه دئ، په سوسيال دموکراتانو کې نه چپ اړخ سره اړه لري او نه د محافظه کارانو سره . هغه د گوند د ميانه روو غړو د ډلي ملگری دئ، يوه د ځوانانو استازو ډله، چې په تېر وخت کې يې د پخواني مشر گرهارد شرويدر په مشرتابه سره د گوندد اصلاحاتي سياست څخه پلوي کوله . ده پر مخکيني صدراعظم باندي تل دا انتقادکاوه، چې د سوسيال دموکرات گوند له کړنلارې څخه اوښتی دی . گابريل خاصتأ د خپل فصاحت له کبله ډېر مشهور دئ . لکه څرنگه چې په يوه کانفرانس کې څرگندوي ،
«کله چې د موجوداتو د رنګارنګۍ څخه خبري کوو، نو معنی يې دا ده، چې د ځمکې د فعاليت له کتاب نه غږيږو او په هغه کې راغلي، چې مځکه څه ډول کار کوي . او موږ له هغه څخه هره ورځ يوه پاڼه شکوو. او نتيجه يې دا کيږي، چې که کوم څوک کومه ورځ ورته اړه پيداکړي او وگوري ، چې هم هغه د ده د ضرورت پاڼه نسته، کومه چې د يوه مخ پر زياتيدونکي جهاني نفوس د ژوندي پاته کېدلو د پاره ضرور د ه . دا دڅو رنگوالۍ کمبود دی . »
ګابريل په Goslar کې زېږېدلی او د ځوانۍ په وخت کې، سوسيال دموکراتانو ته نږدې د ځوانانو د ډلې Die Falken غړی ؤ. ده آلماني ژبه، سياست او ټولنپوهنه لوستې او ښوونکی وو.
په 1977 کال کې د سوسيال دموکرات گوند غړی شو، چې د سيمه ايز سياستمدار، د ايالتي شورا د استازي او په 40 کلنۍ کې د نيدرزاکسين د ايالت لومړی وزير وټاکل شو، چې تر ټولو ځوان ايالتي لومړی وزير ؤ . په 2003 کال کې، کله چې سوسيال دموکراتانو د نيدرزاکسين په ايالت کې ماته وخوړله، د هانوور په ايالتي شورا کې د مخالف اړخ مشر شو.
له هغه څخه 2 کاله وروسته فدرالي شورا ته راغی او په لوی ائيلاف کې د چاپېريال ساتني وزير مقرر شو.
گابريل خپله ميرمن طلاقه کړې او يوه لور لري.
بيتينا مارکس/ عارف وردګ
کتونکي : محمد قاسم نوري