1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوسيال ديموکراټان تر 2015 کال پوري د آلماني پوځ راايستل غواړي

۱۳۸۸ بهمن ۱۹, دوشنبه

دآلمان په اتحادي پارلمان کي ددغه هيواد دسوسيال ديموکرات دګوندي ډلي دمشر فرانک والتر شتاين ماير په عقيده ، ښايي له افغانستان څخه د2013 او 2015 ميلا دي کلونوپوري ټول آلماني عسکر وايستل شي

https://p.dw.com/p/LvYr
انځور: AP

شتاين ماير دغه خبره دافغانستان دهغه نوي ستراتيژ ي پر بنسټ کړېده چي پريکړه يې دلندن په کنفرانس کي شوې ،او ويل شوي چي سر د 2011 ميلادي کاله څخه به له افغانستان دبهرنيو ځواکونو وتل پيل کيږي . خو مخکي له دې چي له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو په وتلو پيل وسي ، بايد دغه هيواد ته د ناټو دنورو غړو هيوادو په شمول جرمنيان هم لږ ترلږه 850 تنه نور عسکرواستوي ، تر څو دوی په افغانستان کي هم دسولي او ثبات په ساتنه کي خپله ونډه تر سره کړي، اوهم دوی دافغانستان دعسکرو په روزنه کي زيار وباسي تر څو افغان ملي اردو او پوليس دا توانمندي پيدا کړي چي په هيوا د کي سوله او امن وساتي ،او بيا کيدای شي دبهرنيو ځواکونو په وتلو پيل وسي .

په دې هکله دآلمان ددفاعي چار و وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ وايي چي :

«دا دټولو برخه والو هيوادونو په ونډه پوري اړه لري چي دافغانستان دپاره نوې طرحه شوې ستراتيژي عملي شي . په تيره بيا پخپله په افغانانو پور ي . دا مهمه خبره ده چي دافغانستان حکومت پرخپلو خبرو او ژمنو ودريږي او هغه عملي کړي . »

دسوسيال ديموکراټ دګوندي فراکسيون اوسنی مشر ، او پخوانی خارجه وزيرفرانک والتر شتاين ماير
دسوسيال ديموکراټ دګوندي فراکسيون اوسنی مشر ، او پخوانی خارجه وزيرفرانک والتر شتاين مايرانځور: AP

يا دآلمان ددفاعي چارو په وزارت کي عمومي پلټونکی Wieker وايي چي :

«مونږ به په ګډه ، دوخت په تيريدلو سره خپله پښه له مسوليتونو څخه وباسو او دغه مسوليتونه به پخپله افغانانو ته سپارو . »

خو دآلمان په اتحا دي پارلمان کي دسوسيال ديمکرات دګوند دپارلماني ډلي مشر فرانک والتر شتاين ماير بيا وايي چي :

«زما په نظر بايد همدا اوس مونږ داسي تدابير غوره کړو چي افغانان دمسوليتونو منلو ته چمتو کړای شي . او دوی بايد وپوهيږي چي ددوی په هيواد کي دسولي او ثبات دساتني دنده ددوی په غاړه ده . مونږ بايد يو څه موده وروسته په افغانستان کي دآلماني عسکرو دشمير دکمولو دپاره اقدام وکړو .

مثلاً په 2011 ميلادي کال کي به په دې کارلاس پوري کړو او د 2013 او 2015 ميلادي کلونو تر منځ به د افغانستان څخه ټول آلماني عسکر ووځي . »

که څه هم دجرمني دخبررسولو دآژانس dpa په يوه خبر کي پرون ويل شوي وه چي دافغانستان په شمالي ولاياتو کي دامريکايي عسکرو دشمير په زياتيدلو سره آلماني عسکر تر فشار لاندي راغلي او په حقيقت کي دوی هلته په اصطلا له قدرت څخه ليري شويدي .

خو دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونو ISAF دقوماندانۍ په يوه رپوټ کي دغه راز خبرونه بيځايه آوازي بلل شو يدي ،اوڅنګه چي په کابل کي د ISAF دځواکونو آلماني قوماندان جنرال برونو کاسدورف دآلمان دخبرر سولو آژانس ته ويلي دي ، شمال ته ټول ليږل شوي امريکايي عسکر به دجرمني تر قوماندې لاندي خپل ماموريتونه سرته رسوي ، او په دې ډول په شمال کي دآلماني عسکرو قومانده لاپسي پياوړي شي ،نه دا چي دوی په اصطلا له قدرت څخه ليري شوي وي .

ARD/ ZDF/ فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري