سور صلیب یمن ته د مرستو بستې رسوي
۱۳۹۴ فروردین ۱۷, دوشنبهکه څه هم په یمن کې د بمبارۍ د درولو له پاره په نړیواله کچه کوښښونه روان دي خو په دغه هیواد کې خونړۍ جگړه هم دا شان ادامه لري. په همدې منځ کې د سره صلیب نړیواله کمیټه (IKRK) د هیلو لومړنې نښه ده.
د دوشنبې په ورځ به په کورنۍ جگړه کې ښکیل دغه هیواد ته د لومړنیو روغتیايي مرستو تر څنگ د نورو بیړنیو مرستو کاروان ورسیږي.
په ژنیو کې د سره صلیب کمیټې خبر ورکړی دی چې د دوی کمیټې د سعودي عربستان په مشرۍ له ائتلاف څخه پلازمېنې صنعا ته د دوو الوتکو د استولو اجازه ترلاسه کړی ده. مخکې تر دې د سره صلیب نړیوالې کمیټې او روسیې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف له خوا په عاجله توگه د هوایې بمبارۍ د درولو غوښتنه کړی وه تر څو اړینو خلکو ته بشري مرستې ورسول شي او ملکي خلک لکه دیپلوماتان له دغه هیواد څخه مطمئنو ځایونو ته انتقال کړای شي.
د ملگرو ملتونو د رپوټونو پر بنسټ د جگړې د ډیریدو له امله د تیرو دوو اونیو په موده کې تر ۵۰۰ ډیر انسانان وژل شوې دي.
د عربي هیوادونو پوځي ائتلاف تر هغه وروسته په یمن کې د شعیه حوثي ملیشه و پر ضد هوایې بمباري پيل کړ چې دوی قدرت په خپل لاس کې ونیوه. پر دې سربیره د یمن پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح، ته پر وفادارو ځواکونو باندې هم بریدونه ترسره کیږي.
د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي چې اوس په سعودي عربستان کې دی، خپل «عربي ورونه» په یمن کې مداخلې ته وبلل. په یمن کې د سعودي عربستان د مداخلې اصلي دلیل په دغه هیواد کې د ایران د نفوذ مخه نیول دي. دغه شعیه مذهبه هیواد په یمن کې د حوثي یاغیانو اصلي ملاتړ کونکی بلل کیږي.
حوثي یاغیانو د یکشنبې په ورځ د سولې له خبرو اترو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ خو د سني پوځي ائتلاف له خوا د هوایې بمباریو دورول یې د دغو خبرو اترو له پاره د شرط په توګه وړاندی کړ.
سربیره پر دې حوثي یاغیانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د روغې جوړې بالقوه خبرې اترې باید د هغو گوندونو له خوا وڅارل شي چې د یمن د خلکو پر ضد له ظالمانه دریځ څخه ملاتړ نه کوي. همدارنګه هغوی ویلي دي چې د خبرو اترو په پایله کې د یمن ولسمشر هادي، بیرته واک نه شي راګرځیدی.
د سعودي عربستان پاچا سلیمان، له ښکیلو اړخونو او گوندونو سره اړیکه نیولو ته چمتوالی ښولې وو. هغه ویلي وو چې دغه خبرې اترې باید د «خلیج فارس د همکارۍ شورا» تر چتر لاندی ترسره شی. د دغې شورا له شپږو غړو څخه پنځه یې په یمن کې د سعودي په مشري پوځي عملیاتو کې ونډه لري.