1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریې امریکا ته د پوځي مداخلې په اړه ګواښ وکړ

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۳, یکشنبه

د سوریې رژیم پر پاڅونکونکو باندې د کیمیاوي وسلو د کاروونې تور لګولی او امریکا ته یې ګواښ کړی چې په سوریې کې پوځي مداخله ونه کړي. له بلې خوا اوباما له خپلو امنیتي مشاورینو سره په سوریې کې د پوځي امکاناتو په اړه غږیدلی.

https://p.dw.com/p/19Vni
انځور: picture-alliance/dpa

د اسد رژیم په داسې حال کې پر پاڅونکوونکو باندې د کیمیاوي وسلو د کارونې تورونه لګوي چې فرانسه میشته د بې سرحده ډاکټرانو نړیوال مرستندویه سازمان ویلي دي چې دمشق ته نزدې په یوې سیمې کې د کیمیاوي وسلو د کارولو له کبله ۳۵۵ کسان وژل شوي دي.

په سوریې کې له څه نا څه دوو کلونو راهیسې کورنۍ جگړه روانه ده. د دې هیواد په جگړه کې دواړه اړخونه پر یو بل باندې د کیمیاوي وسلو د کارونې تورونه لگوي. د اسد د رژیم پر ضد پاڅونکونکو په وروستیو وختونو کې یوه ویدیو خپره کړه چې په کې یو شمیر کسان د احتمالي کیمیاوي وسلې له کبله وژل شوي دي. پاڅونکونکي ادعا کوي چې د اسد پلوي ځواکونو پر هغوی باندې کیمیاوي وسله کارولې ده.

له بلې خوا د امریکا سمندري ځواکونه هم د سوریې په لور خوځیدلي دي. اوس ولسمشر اوباما په سوریې کې د پوځي مداخلي د بیلابیلو امکاناتو په اړه له خپلو مشاورینو سره غږیږي او په سوریه کې د احتمالي پوځي مداخلي په اړه فکر کوي.

په همدې حال کې اوباما ويلي دي چې په سوریې کې بیړنۍ پوځي مداخله کیدای شي ستونزې رامنځ ته کړي. سپینې ماڼۍ روښانه کړې ده چې اوس امریکايي استخباراتي ادارې په دې اړه څیړنې کوي چې ایا د سوریې رژیم د خپلو مخالفینو پر ضد له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستې دی او که نه.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې اوباما اوس په سوریې کې د پوځي مداخلي په اړه یو مفصل پلان تر لاسه کړی دی. خو لا تر اوسه پورې په دې اړه چې ایا امریکا به په سوریې کوم ډول پوځي مداخله وکړي او که نه پریکړه نه ده شوې. سپینې ماڼې همداراز ویلي دي چې ولسمشر اوباما له بریتانیاوي لومړي وزیر دیوید کمرون، سره هم د تلیفون پر کرښه د سوریې په اړه غږیدلی دی.

له بلې خوا د سوریې د معلوماتو وزیر عمران الزعبي، په سوریې کې امریکایي پوځي مداخله رد کړې ده او ویلي یې دي چې دغه شان یو اقدام به په سیمه کې لا ډیر تاوتریخوالي ته لمن ووهي. هغه زیاته کړې ده: «د دې کار عواقب به دا وي چې داسې یوه لمبه به رامنځ ته کړي چې نه یوازې سوریه بلکه ټوله سیمه به وسوځوي.»

د سوریې د حکومت دغه چارواکي له لبنان میشته تلویزیون المیادین سره په مرکه کې ویلي دي چې پر سوریې باندې برید به «اسانه نه وي». په عین حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي دي چې پر سوریې د امریکا برید به د سیمې وضعیت لا پسې پیچلی کړي: «د جنګي بیړیو استول به وضعیت ښه نه کړي، بلکه ستونزې به لا پسې زیاتې کړي.»

د سوریې د معلوماتو وزیر الزعبي همداراز د دغه هیواد پر پاڅونکونکو باندې تور لګولی دی چې د دمشق په غوطه سیمه کې یې کیمیاوي وسلې کارولي دي. هغه ادعا کړې ده چې د سوریې حکومت په دې اړه شواهد هم په لاس کې لري. له دې سره نو اوس یو ځل دغه بحث پیل شوی دی چې په سوریې کې ښکیل کوم اړخ کیمیاوي وسلې په اختیار کې لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب