سوریه: یاغیان د الوتکې د رانسکوریدو ادعا کوي
۱۳۹۱ مرداد ۲۴, سهشنبهاعلان
د سوریې یاغیانو ادعا کړې ده چې د دولت یوه جنگي جیټ الوتکه ئې رانسکوره کړې ده. خو د سوریې دولتي خبري آژانس بیا خبر ورکوي چې دغه الوتکه په ازمایښتي ماموریت بوخته وه چې د هیواد په ختیځه برخه کې د تخنیکي عوراضو له امله راغورځیدلې ده او پیلوټ پر دې توانیدلای دئ چې د پراشوټ په ذریعه ځان وژغوري.
په عین وخت کې خبر ورکړل شوی دئ چې د سوریي دولتي ځواکونو د حلب په ښار کې یوه بله ولسوالي تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده. دا په داسې حال کې ده چې د سوریې دولت د ۵۷ اسلامي هیوادونو د سازمان له لوري تر سخت فشار لاندې دئ چې په سوریه کې د ۱۷ میاشتو راهیسې د تاوتریخوالي پیښوه ته دې د پای ټکی کیږدي.