1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریه: په نوو تاوتریخوالو کې ۲۰۰ تنه وژل شوي

۱۳۹۱ تیر ۲۳, جمعه

د سوریې د حکومت مخالفین وايي چې د حکومتي ځواکونو په وروستیو بریدونو کې ۲۰۰ تنه وژل شوي دي. دا په داسی حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا غړي لا تر اوسه پورې هم د سوريې په هکله کومې موافقې ته نه دي رسیدلي.

https://p.dw.com/p/15XBv
انځور: AP

د سوريې د رژیم مخالفو فعالانو ویلي دي چې د پنچشنبې په ورځ د حماه د مرکزي سیمې په یوه کلي کې د حکومتي ځواکونو په برید کې ۲۰۰ تنه ملکي وکړي وژل شوي دي.

هغوی زیاته کړې ده چې لومړۍ د ترمزه پر کلي باندې سختې ‌ډزې وشوې او وروسته بیا د حکومت طرفدارو ملیشو پر دې کلي باندې برید وکړ او دغه کسان ئې ووژل.

د حماه د انقلاب د شورا مشرتابه د پنجشنبې په ورځ د رویترز خبري اژانس ته وویل: «له ۲۰۰ تنو څخه زیات کسان نن په ترمزه کې ووژل شول. دوی د څرخي الوتکو د بمباریو او ټانکونو او توپخانو د ډزو او صحرايي اعدامونو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.»

د سوريې تلویزون په ترمزه کې د دغو وژنو پړه پر وسلوالو ترهگرو ډلو باندې اچولې ده او ویلي ئې دي چې په دې ترڅ کې درې تنه امنیتې ځواکونه هم وژل شوي دي.

که د مرګ ژوبلې دا شمیره ومنله شي نو دا به په سوريه کې د ۲۰۱۱ کال د پاڅون راهیسي په یوه پېښه کې تر ټولو ډیر وژل شوي کسان وي. د فعالانو د ارزونې پر بنسټ په سوريه کې د شخړې تر پيل راهیسي ۱۷ زره تنه وژل شوي دي.

د تیرې پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا ۱۵ غړي هیوادونه سره راټول شوي ول چې په سوريه کې روانو زورزیاتیو ته د حل لاره ولټوي. په دې اړه پر دوو وړاندیزونو باندي د تړلو دروازو تر شا خبرې اترې وشوې.

لومړی وړاندیز د لویدیځو هیوادونو له خوا د لويې بریتانيې په مشرتابه وړاندې شو. د دې طرحې پر اساس په سوريه کې د اوربند له پاره لس ورځې مهلت ورکړل شوی دئ، او د نه عملي کیدو په صورت کې باید د سوريې د رژیم پر وړاندې په جزايي اقداماتو لاس پورې کړل شي.

روسیه د بریتانيې له دې طرحې سره مخالفه ده او خپله طرحه ئې وړاندې کړې ده. د روسيې د طرحې پر اساس د ملګرو ملتونو د سولې پروګرام باید د ۹۰ نورو ورځو له پاره تمدید شي.

له دې سره نو لا تر اوسه پورې هم نړیواله ټولنه د امنیت په شورا کې د سوریې د کړکیچ په اړه کوم توافق ته سره نه ده رسیدلې.

آژانسونه/ شمس الرحمان ناصر
کتونکی: مسعود جهش