1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریه: په حلب کې لا هم جگړه ادامه لري

۱۳۹۱ مرداد ۹, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15gSI

په سوریې کې د بشارالاسد پلوي ځواکونو تیره ورځ هم په حلب ښار باندې بمبارې ته ادامه ورکړې ده. د یکشنبې په ورځ د دغه ښار په یو شمیر سیمو کې د وسله والو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي. د سوریي دولتي ځواکونو ادعا کړې ده چې د دغه ښار د صلاح الدین ولسوالي ئې نیولې ده، خو د دولت مخالفین بیا دغه ادعا ردوي.

د تیرو څو ورځو راهیسې د دغې ولسوالۍ په سر د دولتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ جگړه روانه ده. د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیټا د حلب په ښار کې نښتې د هغه ثبوت په توگه یادوي چې بشارالاسد خپل مشروعیت نور له لاسه ورکړی دئ. د سوریې د اپوزیسیون د فعالینو په وینا د ټول هیواد په کچه د یکشنبې په ورځ د تاو تریخوالي په پيښو کې شاوخوا ۹۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.