1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریه غواړیي له ځینو ښارونو څخه خپل پوځونه راوباسي

۱۳۹۱ فروردین ۱۶, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14XPw

د سوریې د حکومت په حواله هغوی غواړي چې خپل پوځونه د ځینو ښارونو څخه راوباسي. د حکومت یوه استازي د اشوشیتډ خبري آژانس ته وویل چې په اول سر کې به دغه سرتېري د نسبتاً آرامو ښارونو څخه را وایستل سي او په کړکېچڼو سیمو کې به حکومتي پوځونه یوازې د ښارونو په اطرافو کې ځای پرځای سي.

خو د حکومت مخالفین د ولسمشر بشارالاسد دغه څرګندوني ردوي. د دوی په حواله، د دمشق پر شاوخوا به ټانکونه او سرتېري نورهم سره منسجم سي. د عینی شاهدانو په حواله د دارا او د ترکیې سره په سرحدي سیمو کې بیا هم نښتي رامنځته سوي دي.

دمشق په تېرو ورځو کې د ملګرو ملتونو د ځانگړي استازي کوفي عنان، د سولی د پلان سره موافقه ښودلې وه.