سوریه: شاوخوا یو میلیون وګړي د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي
۱۳۹۱ دی ۲۰, چهارشنبهاعلان
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې شاوخوا یو میلیون سوريایان له لوږې سره مخامخ دي.
په ژنیو کې میشت د خوراکي موادو نړیوال سازمان خبر ورکړی دی چې د دوامداره جنګو له کبله له حمص، حلپ، طرطوس او کمسلې ولایتونو څخه مرستندويه سازمانونه وتلي دي.
د خوراکي موادو نړیوال سازمان اټکل کړی دی چې څه نا څه ۲.۵ میلیونه سوريایان مرستو ته اړتیا لري.
په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال د مارچ میاشتې راهیسې د جمهور رييس اسد پر ضد اعتراضونه پیل شول چې اوس پر یوې کورنۍ جګړې باندي بدل شوي دي. ملګري ملتونه اټکل کوي چې تر اوسه پورې په دغه جګړه کې له ۶۰۰۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوي دي.