«سوریه د کورنۍ جکړې په لور روانه ده»
۱۳۹۱ خرداد ۲۴, چهارشنبهاعلان
په سوریې کې د ملگرو ملتونو د سوله ساتنې د عملیاتو مشر هیرو لادسوس، ویلي دي چې اوس سوریه یوې کورنۍ جگړې ته ور داخل شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن، اندیښنه څرگنده کړې ده چې کیدای شي روسیه سوریې ته جنگي الوتکې واستوي. کلنتن د ماسکو هغه خبرې رد کړي دي چې سوریې ته د هغوی استول شوې وسلې به په کورنۍ جگړې کې نه کارول کیږي. ویل کیږي چې یوازې د سې شنبې په ورځ په سوریې کې ۵۱ ملکیان او ۱۲ پوځیان وژل شوي دي.