1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریه، د پوتین د سفر مهمه موضوع

۱۳۹۱ خرداد ۱۳, شنبه

ماسکو او پاریس سره موافقه کړې ده چې د سوریې کړکیچ د پای ته رسولو له پاره باید د یوې گډې سیاسي حل له پاره هڅې وشي. پر دې سربیره دواړو هیوادونو دا خبره هم کړې ده چې په سوریې کې باید د کوفي عنان د سولې پلان پلي شي.

https://p.dw.com/p/156oV
انځور: dapd

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تیره ورځ المان او فرانسې ته لنډ رسمي سفرونه تر سره کړل. د المان له صدراعظمې انگلا میرکل او د فرانسې له ولسمشر فرانسو اولاند سره د تر سره شوو لیدونو کتنو مهمه موضوع د سوریې روان وضیعت وو.

تیره ورځ پوتین له ماسپښین وروسته برلین ته ورسید. د المان صدراعظمې میرکل، په برلین کې له پوتین سره تر لیدنې کتنې وروسته وویل چې المان او روسیه د سوریې د کړکیچ د پای ته رسولو له پاره د یوه گډ سیاسي حل په لټه کې دي. پوتین ویلي وو چې روسیه به سوریې ته هغه وسلې ور نه کړي چې په کورنۍ جگړه کې ترې کار اخیستل کیږي.

د فرانسې ولسمشر اولاند په خپلو خبرو کې وویل چې د سوریې رویه د زغملو وړ نه ده. د هغه په وینا د سوریې ولسمشر بشارالاسد د ملگرو ملتونو او عرب لیگ د ځانگړي استازي کوفي عنان د سولې پلان منلی دئ خو پر هغه باندې عمل نه کوي.

دواړو مشرانو په پاریس کې د خپلې لیدنې کتنې پر وخت پر دې خبره ټینگار کړی دئ چې په سوریه کې باید د کوفي عنان له خوا د سولې له پاره وړاندی شوی پلان پلي شي چې په سوریه کې روان کړکیچ ته د پای ټکی کیښودل شي.

پوتین په پاریس کې د خبریالانو پر وړاندې وویل: «زموږ هدف د دواړو غاړو تر منځ پخلاینه ده. موږ غواړو چې له ټولو گوندونو سره د یوه سیاسي حل په لټولو کې مرسته وکړو.»

د فرانسې ولسمشر د خبریالانو پر وړاندې وویل چې پر سوریې باندې نور بندیزونه لگول د سوریې د شخړې د سیاسي حل د لټولو د لارې یو اړین جز دئ. دا په داسې حال کې ده چې پوتین پر سوریې د بندیزونو په حق کې نه دئ.

د پوتین په وینا «بندیزونه تل گټور نه وي». هغه زیاته کړه چې روسیه نه د اسد پلوي کوي او نه د مخالفینو، بلکې د دې طرفداره ده چې په سوریه کې له سیاسي لاري تاوتریخوالي ته د پای ټکی کښیودل شي چې د کورنۍ جگړې مخه ونیوله شي.

د پوتین دا سفر په یوه داسې وخت کې تر سره کیږي چې سوریه له نړیوال فشار سره مخامخ ده. روسیه او چین هغه هیوادونه دي چې د ملگرو ملتونو د امنیت په شوری کې ئې د سوریې پر ضد دوه وارې د یوه پریکړه لیک د تصویبیدو مخه نیولې ده.

د م.م. د بشري حقونو شوری سوریه وغندله

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شوری غړو د جمعې په ورځ پخپله ځانگړې غونډه کې په حوله ښار کې ډله ییزه وژنه وغندله. له ۴۷ غړو هیوادونو څخه ۴۱ غړو د شوری د دې پریکړه لیک په حق کې رایې ورکړې. په دې پریکړه لیک کې د حوله د ډله ییزو وژنو پړه د دولت پلوو عناصرو پر غاړه ور اچول شوې وه.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش