سوریه: د اپریل تر لسمي به پوځي عملیات ودرول شي
۱۳۹۱ فروردین ۱۵, سهشنبهاعلان
د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي کوفي عنان په حواله د سوریې حکومت د اپریل تر لسمې نیټې پورې د پوځي عملیاتو د درولو په خبره موافقه کړې ده. د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا سره په یوه ویډيويي کنفرانس کې عنان وویل چې د دغه ټاکل شوې نیټې تر ختمیدو پورې به د سوریې پوځ خپلې درنې وسلې د ښارونو څخه وباسي.
عنان زیاته کړه چې د ښوول شوې نیټې وروسته باید په ۴۸ ساعتونو کې د حکومت مخالفین هم خپل فعالیتونه ودروي.
په ملګرو ملتونو کې د سوریې سفیر بشار جعفري هم د دې توافق تصدیق کړی دئ. خو د امریکې متحده ایالتونو، المان او نورو هیوادونو په دې هلکه شکونه څرگند کړي دي.