سوریه د اسلامي هیوادونو د غونډې اصلي موضوع ده
۱۳۹۱ بهمن ۱۸, چهارشنبه
یوه لبناني تلویزیون ویلي دي چې د اسلامي هیوادونو مشران به په مصر کې د جوړې شوې غونډې له لارې د بشارالاسد پر رژیم فشار راوړي چې له خپلو مخالفینو سره خبرې اترې وکړي. دغه غونډه د چهار شنبې په ورځ پیل شوې ده.
د رویترز خبري آژانس ویلي دي چې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارنو د سه شنبې په ورځ د یوې اعلامیې لومړنۍ بڼه لاسلیک کړې ده چې په کې پرته له دې چې د بشارالاسد نوم ذکر شي، د سوریې د ډیر تاوتریخوالي پړه د دغه هیواد پر رژیم باندې اچول شوې ده.
د رویترز په حواله د اعلامیې په لومړنی بڼه کې راغلي دي چې «د سوریې چارواکو د عام وژنې له پاره چمتوالی نیولی دی.» دا لا معلومه نه ده چې د ایران ولسمشر به له دغې اعلامیې څخه ملاتړ وکړي او که نه.
تر دې مخکې د سوریې د مخالفینو مشر ویلي وو چې هغه چمتو دی چې د اسد له مرستیال سره وویني. هغه د خپل دې کار له پاره د اسد له خو د ۱۶۰ زره بندیانو د آزادیدو غوښتنه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د اسد د رژیم چارواکو د سوریې د مخالفینو له خوا ټاکل شوي شرطونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې دغه شان وړاندېزونه باید د خبرو اترو په پایله کې وشي، نه د خبرو تر پیلیدو مخکي.
د سوریې په اړه د اسلامي هیوادونو په غونډه کې د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد، هم ګډون کړی دی. دا په تیرو ۳۰ کلونو کې مصر ته د یوه ایراني حکومتي مشر لومړنۍ سفر دی.
ایران د سوریې د رژیم له نزدې ملګرو څخه بلل کیږي. پر ایران سربیره چین او روسیه هم له بشارالاسد سره نزدې اړیکې لري او د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې یې د هغه د رژیم پر ضد د اعلامیو مخه نیولې ده. دا په داسې حال کې ده چې عربي نړۍ پر اسد باندې د تاوتریخوالي تورونه لګوي او د هغه د مخالفینو ملاتړ کوي.
د مصر ولسمشر محمد مرسي، پخپله د ایران د ولسمشر د هرکلي له پاره هوایي ډګر ته تللی وو. د تهران او قاهرې تر منځ اړیکې په ایران کې د ۱۹۷۹ کال تر انقلاب وروسته خړې شوې.