سوریه او مالي د مونشن د کنفرانس مهمې موضوعگاني دي
۱۳۹۱ بهمن ۱۳, جمعهاعلان
د سوريې او مالي شخړي به د مونشن د امنیتي نړیوال کنفرانس د اجندا مهم مسایل وي. دغه کنفرانس د جمعې په ورځ پیل سو. په دغه کنفرانس کې د جهان د مختلفو هيوادونو سیاستمداران، نظامي او علمي کارپوهان د نړی د بحراني موضوعګانو په اړه بحثونه کوي.
په دغه مشورتي کنفرانس کې د نورو تر څنګ د امريکا د جمهور رئیس مرستیال جو بایدن، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګې لاوروف ، د سوريې له پاره د ملګرو ملتونو ځانگړی استازی لخضر براهیمي او همدارنګه د سوريې د اپوزیسون استازي هم ګډون کوي.