1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریایي ډلو له روسیې څخه د غچ اخیستلو ګواښ وکړ

۱۳۹۴ مهر ۲۲, چهارشنبه

روسیه په سوریې کې تر پوځي مداخلې وروسته اوس د امریکا متحده ایالاتو په څیر د افراطی اسلامپالو ډلو له پاره په یوه دښمن هیواد بدل شوی دی. په دمشق کې د روسیې پر سفارت باندې د توغندیو بریدونه شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Gnoo
Syrien IS-Kämpfer
انځور: picture-alliance/Balkis Press

په سوریې کې تر مداخلې وروسته، د دغه هیواد افراطي ملیشو مسکو ته ګواښ کړی دی او ویلي یې دي چې غچ به واخلي. د اسلامي دولت ترهګرې ډلې او په سوریې کې د القاعدې شاخې د النصره جبهې، له خپلو پلویانو څخه غوښتي دي چې له روسیې سره د امریکا متحده ایالاتو په څیر وجنګیږي.

د اسلامي دولت ډلې ویاندې په انترنت کې اعلان کړی دی چې امریکا متحده ایالاتو له ایران او روسیې سره یو شیطاني اتحاد رامنځته کړی دی. د النصره جبهې مشر ابو محمد الجولاني، په قفقاز کې جهادیان له روسیې څخه غچ اخیستلو ته رابللي دي. هغه په عین حال کې ویلي دي چې په سوریې کې اسلامپالې ډلې باید سره یوځای کار وکړي ترڅو «لویدیځ صلیبي جګړه او د روسیې لشکر کشي پر شا وتنبول شي».

روسیې د روان کال په سپتمبر میاشت کې په سوریې کې د اسلامي دولت پر اډو باندې خپل هوایي بریدونه پیل کړل. خو یو شمیر لویدیځ هیوادونه پر روسیې باندې تور لګوي چې د اسد نورې مخالفې ډلې هم په نښه کوي او غواړي له دې لارې اسد لا هم په واک کې پاتې شي.

امریکا متحده ایالات غواړي په سوریې کې د اسلامي دولت ډله وځپي او په عین حال کې بشارالاسد هم له واکه ګوښه کړي. امریکا متحده ایالاتو هغو سوریایي بیلتون غوښتونکو ته له هوا څخه د مهماتو د غورځولو بهیر پیل کړی دی چې د اسلامي دولت پر ضد جنګیږي.

د روسیې پر سفارت باندې برید شوی دی

د سه شنبې په ورځ د سوریې په پلازمینه کې د روسیې پر سفارت باندې دوه توغندې وتوغول شول. د فرانسې خبري آژانس په حواله، د توغندیو د لګیدو پر مهال د روسیې د سفارت پر وړاندې شاوخوا ۳۰۰کسان راټول شوي وو چې له دغه هیواد څخه د اسد د مخالفانو پر ضد د بمباریو له کبله مننه وکړي. د توغندیو له کبله ګډوډي رامنځ ته شوه خو په پیښه کې څوک ژوبل نه شول.

له بلې خوا ویل کیږي د حلب په ولایت کې هم د اسد ځواکونو د ایران او حزب الله جنګیالیو په ملاتړ پراخ عملیات په لاره اچولي دي. دوو کسانو د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې په زرهاو ایراني سرتیري سوریې ته راغلي دي او پلان شوي ده چې د اسد د ځواکونو تر څنګ وجنګیږي. روسیه به د هوایي بریدونو له لارې د دغو ځواکونو ملاتړ وکړي. اوس د حلب ښار بیلا بیلې برخې د اسد ځواکونو، اسلامي دولت جنګیالیو او د اسد مخالفو ډلو تر کنترول لاندې دي.

Syrien Pro-russische Demonstration vor der russischen Botschaft in Damaskus
انځور: picture-alliance/dpa

د اسلامي دولت د مرستیال وژل کیدل تایید شول

دا په داسې حال کې ده چې د داعش ډلې یا اسلامي دولت منلې ده چې مرستیال یې حاجي معتز، وژل شوی دی. دغې ډلې پخپلې انترنتې پاڼه کې ویلي دي چې دغه کس د امریکا متحده ایالاتو په هوایي بریدونو کې وژل شوی دی.

امریکا متحده ایالاتو تر دې مخکې د اګست په میاشت کې د دغه کس د وژل کیدو خبر ورکړی وو. معتز همداراز د فضل احمد احیالي، په نوم هم پیژندل کیده. هغه د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي ښي لاس بلل کیده. هغه د ۲۰۱۴کال په جون میاشت کې د عراق پر موصل ښار باندې برید پلان کړی وو.