1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوريه پر لويديځوهيوادونو باندي په غوسه ده

۱۳۸۹ خرداد ۴, سه‌شنبه

دمشق وايي، چي ځيني اروپاييان د اسرائيلو ادعاوي حقيقت بولي او د امريکا د متحده ايالاتو له خوا لګول سوي تورونه تائيدوي...

https://p.dw.com/p/NW88
د جرمني او د سوريې د بهرنيو چارو وزيران وليد المعلم او گيدو ويستر ويله
د جرمني او د سوريې د بهرنيو چارو وزيران وليد المعلم او گيدو ويستر ويلهانځور: AP

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير برنارد کوشنر چي د آلمان د بهرنيو چارو د وزير ويسترويلي سره تقريباًپه يو وخت کي د سوريې څخه ليدنه وکړه،هغه دا احساس کړه چي بشرالاسد د لويديځ د کتنو په اړه نور شکايت نسي کولای.

د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد المعلم دا ادعاوي په کلکه رد کړې. هغه څرګنده کړه چي د ده د هيواد څخه لويديځ ملاتړ کوي، نه ترهګر سازمانونه.

د دې پر خلاف د منځني ختيځ د ليري پرتو سيمو څخه د حزب الله د غورځنګ لخوا د وسلو او ليري واټن ويشتونکو توغنديو په واسطه ملاتړ کيږي.

معلم وايي« آيا اسرائيلو د ځان وسله وال کول درولي دي؟ تر څو چي اشغال او د جګړې حالت وي، نو اسرائيل به د اسرائيلو دپاره د پوليسو رول ونه لوبوي.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويسترويله دې ته د ځواب ورکولو څخه ډډه وکړه.

هغه وويل هغه څه بايد وران نه سي چي د کلونو د ګونګتوب سره د پيليدونکو اقتصادي اړيکو د پراختيا او د سياسي نژديوالي غوښتنه کوي.

«سوريه په سيمه او د منځني ختيځ په ټينګښت کي يو اهم فکتور دی. نو له دې کبله سوريه زموږ اروپايي انډيولانو او د منځني ختيځ څلوراړخيزي ټولني ته د خبرو يو اهم اړخ دی. که څوک په منځني ختيځ کي پرمختيا غواړي، بايدد سوريې سره خبري ولري.»

د اسرائيلو د پراخ مانور په نظر کي نيولو سره ګاونډ عربي هيوادونه، ځانونه د يوې نوي جګړي په وړاندي ګواښلي بولي.

د سوريې د بهرنيو چارو وزير خپل آلماني همکار ويسترويله ته په ډاګه وويل:

«اسرائيل د جګړې ډول ږغوي. اوس پوښتنه داده چي، آيا اسرائيل جګړې که سولي ته تيار دي؟ زموږ اروپايي ملګري په دې اړه ږغيږي، چي د سوله ايزي پراختيا د راوستو دپاره هرڅه سرته رسوي. موږ د ملګرو ملتونو پريکړي او د هيواد دسولي دپاره پرنسيپ تعقيبوو. خو موږ بايد د خطر دپاره هم ستر ګي خلاصي وساتو.»

سوريه د سولي د هغو خبرو پلوي کوي، چي د ترکيې په منځګړيتوب په غيرمستقيم ډول رواني وې. خبري پر غزې باندي د اسرائيلو د بريد له امله پرې سوې.

د سوريې د بهرنيو چارو وزير المعلم د آلمان او اروپايي هيوادونو د ملاتړ په جرأت وايي، چي هيواد يې د ملاتړ هيله کوي. ويستر ويلې د منځني ختيځ څلورو هيوادونو ته د خپل دري ورځني سفر څخه خوشحاله ښکاري.

Leidholdt, Ulrich/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل