1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوريه نړيوال سياست بېرته مطرح کېږی

۱۳۸۷ شهریور ۱۴, پنجشنبه

په دمشق کي نن د څلورو هيوادو سرمشريزه غونډه فقط يو ساعت دوام وکۍ، خو هغه د سوريې د پاره ډير اهميت درلودی . سرمشريزي، دغه اوس هم منزوي هيواد د مختلفو خو مهمو هيوادو سره پر يوه ميز کښيناوه:

https://p.dw.com/p/FBFb
د سوريی جمهور ريس بشر اسد او د فرانسی جمهور ريس سرکوزی په دمشق کې
د سوريی جمهور ريس بشر اسد او د فرانسی جمهور ريس سرکوزی په دمشق کېانځور: AP

ترکيه چه د اسراييلو او سوريې تر منځ په غير مستقيمو خبرو کي شامله ده، قطر چه د لبنان د لويديز پلوه ګوندونو او سوري پلوه حزب الله تر منځ يې د داخلي جنګ مخنيوی وکی، او د سوريې او لبنان تر منځ يې منځګړيتوب وکی، او فرانسه چه جمهور رييس يې د لويديزو هيوادو د يوه مهم دولتي شخصيت په حيث دمشق ته سفر وکی.

سرکوزي غواړي چه سوريه په سيمه کي مهم او مثبت رول ولوبوی. او کيدای سي بيرته پخوانی حيثيت او پرستيژ په لاس راوړي. د سوريی جمخور ريس اسد پوهيږي چه د خپل نوي معتدل خارجی سیاست په مقابل کي يې مکافات پلاس راوړي دي.

اوس حتی د دې څخه خبري کيږي چه سوريه کولای سي د واشنګټن سره هم خپل مناسبات سم کي. خو د جمهور رييس بوش د پاره دمشق اوس هم د ترهګرۍ د مرکز حيثيت لري. د بوش د ممکنه جمهوررييس بارک اوباما څخه بيا سوريه د يوه مثبت رول هيله لري. خو د هغه دمخه د اسراييلو سره تر اوسه څلور غير رسمي تماسونه کيدای سي چه نتايج ورکي.

دمشق
دمشقانځور: Afraa Mohamad

د اسد مشاور وايی چه د سوريې سره سوله، دا د اسراييلو د پاره د نوري نړۍ سره پر مناسباتو ښه اغيزه کوي. خو د سوريې د سولي شرط دا دی چه د 1967 کال نيول سوي مځکي او وروسته د ګولان تپې به سوريې ته سپاري.
سوريه غواړي د اسراييلو سره داسي سوله رامنځته کي، لکه 30 کاله مخکي د مصر سره، چه هغه به يوه سړه سوله وي، او د خلګو تر منح به مناسبات نه وي. د دوی تر منځ داسي سوله هم نسي راتلای لکه د اروپايی همسايه هيوادو تر منځ. ځکه چه د دوی د ملتو تر منځ بې اعتمادي ډيره ژوره ده.