1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوريه: د ولسمشر مرستيال ياغيانو ته نه دئ اوښتی

۱۳۹۱ مرداد ۲۹, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15sWp

د سوریې دولت هغه رپوټونه رد کړي دي چې گواکې د سوریې د ولسمشر مرستیال فاروق شرح، یاغیانو ته اوښتی دئ. د سوریې رژیم دا رپوټ هم ورکړی دئ چې د حلب په ښار کې ئې د یاغیانو پر وړاندې پرمختگ کړی دئ.

د ولسمشر د مرستیال د دفتر له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې هغه (فاروق شرح) هیڅکله هم د هیواد د پريښودو په اړه د یوې لحظې سوچ هم نه دئ کړی. د ولسمشر د مرستیال فاروق شرح یوه نزدې تن د پنجشنبې په ورځ د یاغیانو ته د هغه د اوښتو خبر ورکړی وو. په عین وخت کې شرح د سوریې له پاره د لخدار براهیمي، د ځانگړي استازي په توگه د ټاکلو هر کلی کړی دئ.