سوريه: د م م د څارونکې ډلې د غړو د شمېر پر زياتولو تفاهم کیږي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲, شنبه
د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا غړي سوريې ته د څارونکې ډلې د لېږد پر سر تفاهم ته رسېدلي دي. د امنيت د شورا غړو په مؤقتي توگه پر دې توافق کړی دئ چي سوريې ته د لېږدول سوې څارونکې ډلې شمېر به د ۳۰ څخه ۳۰۰۰ تنو ته لوړ کړي. دغه توافق د يوه پرېکړه ليک د مسودې په ترڅ کي رامنځ ته سوی دئ.
په دغه اعلامیه کي د سوريې پر حکومتي مخاليفينو هم غږ سوی دئ چي له تاوتريخوالي څخه ډه ډه وکړي او د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي کوفي عنان د سولي پلان عملي کړي.
د اعلاميې پر دغه متن به د شنبې په ورځ رايي واچولې سي. دغه متن د لوېديځو هيوادونو د وړانديز سوي متن او د روسيې د بېل متن څخه جوړ سوی دئ. که دغه اعلاميه ومنل سي نو بيا به هم وروستۍ پرېکړه د ملگرو ملتونو د سرمنشي بان کيمون په لاس کي وي چي ايا د ملگرو ملتونو لوی پلاوی به سوريې ته واستول سي او که د امنيتي ستونزو له کبله به دغه کار وځنډول سي.