سوريه: د حما په کلي کي ترهگر په نخښه سوي دي نه ملکیان
۱۳۹۱ تیر ۲۵, یکشنبهاعلان
ملگرو ملتونو ويلي دي چي د سوريې په التريمسه کلي کي د حکومتي بريد اصلي هدف پاڅون کوونکي ول. دغې ادارې له هغه وروسته دا خبره کړې ده چي سوريې ته د ملگرو ملتونو د څارونکې ډلې غړو تیره ورځ له التريمسه څخه ليدنه وکړه.
څارونکو ويلي دي چي په دې لا نه دي توانېدلي چي په دغه کلي کي د وژل سوو انسانانو د شمیر په هکله کره معلومات تر لاسه کړي. د بشارالاسد د ريژيم مخاليفينو ويلي ول چي حکومتي ځواکونو د حماه په دغه کلي کي د ۱۰۰ او ۲۲۰ تر منځ ولسي وگړي وژلي دي. د سوريې حکومت په دمشق کي ويلي ول چي حکومتي سرتیرو په دغه بريد کي ترهگر په نخښه کړي دي. په عينې حال کي د المان د بهرنيو چارو وزير گيډو ویسترویله، ويلي دي چي د سوريې حکومت د خپل ولس پر ضد له درنو وسلو څخه کار اخلي، چي د منلو وړ نه ده.