سناتور ته مرگونی ليک
۱۳۹۲ فروردین ۲۸, چهارشنبهپه لومړي سره کي دغه له شکه وتلی ليک په کانگرس کي د مي سي سي پي ايالت د جمهوريت غوښتونکو د استازي روجر ويکر په ادرس راغلی وو.
په واشنگتن کي سناتور تيرانس جينر ويلي دي، چي دغه ليک د تينيسي ايالت په ميمفيس ښار کي ټاپه سوی وو او د لېږونکي ادرس ئې پر پاکټ نوو ليکل سوئ.
«Riсin» يو ډول وژونکي زهري مواد دي چي په کوچنيو دبليو کي وي او که سړی هغه تير کړي نو وژني ئې. دغه مواد انسان د تنفسي ستونزو سره مخامخ کوي او وژني ئې.
دغه ليک د امریکا د کانگرس په عمومي ودانۍ کي نه پرانيستل سو، بلکي په واشنگټن کي په يوه بله ودانۍ کي پرانيستل سو. دغه ليک د روجر ويکر دفتر ته ونه رسېد. دغه راز د امريکا د کانگرس په ودانۍ کي د ډاگخانې ټولي څانگي د احتياط له پاره تړل سوي دي.
اوس د امريکا متحده ايالاتو کورنيو استخباراتو او نورو امنيتي ادارو پلټني پيل کړي دي، ترڅو دا معلومه کړي چي دغه دغه ليک څرنگه تر دغه ځايه رسېدلی دئ.
په ۲۰۰۴ کال کي د د امریکا د سنا او سپيني ماڼۍ په ډاگخانو کي «Ricin» کشف سوي ول.
دغه پيښه د ۲۰۰۱ کال د ستمبر د ۱۱ تر پيښي وروسته هغه څه ته ورته ده چي د دغه هيواد په کانگريس کي داسي ليکونه کښته پورته سول چي په زهرجنو موادو لړلي ول.
دا په داسي حال کي ده چي تر دې پيښي يوه ورځ دمخه د دغه هيواد په بوستن ښار کي د ماراتون يا ډله ييزي ځغاستي پرمهال دوې چاودني وسوې او په نتيجه کي ئې د يوه اته کلن کوچني په گډون درې تنه مړه سول.
د امریکايي چارواکو په خبره په دغو چاودنو کي تر ۱۲۰ زيات کسان ټپيان سوي دي، چي د يو شمېر ئې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دئ.
تر چاودنې وروسته د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په سپينه ماڼۍ کي له خبريالانو سره د خبرو سره د خبرو پرمهال اعلان وکړ، چې د پېښي مسئولین به پیدا کړي او د قضا له خوا په سزا ورسيږي:
«موږ به د دې موضوع عمق ته ورسیږو، او دا خبره به روښانه کړو چې دغه کار چا او ولې کړی دی. د دې پېښې مسئولین به له پوره عدالت سره مخامخ شي.»
اوباما په عین حال کې له امریکایانو څخه وغوښتل چې تر وخت مخکي پریکړي و نه کړي او پریږدي چې د دغه هيواد استخباراتي او نورو امنیتي سازمانونو څېړني پای ته ورسیږي.