1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سناتوران: د افغان ځواکونو شمیر مه راکموﺉ

مسعود جهش (رویترز)۱۳۹۱ دی ۳۰, شنبه

دوو تنو امریکايي سناتورانو د متحده ایالاتو له حکومت څخه غوښتي دي چې تر ۲۰۱۵ کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو شمیر کم نه کړي. په پلان کې ده چې تر دې نیټې وروسته به د افغان ځواکونو یو پر دریمه برخه سرتیري راکم شي.

https://p.dw.com/p/17NLu
انځور: REUTERS

دغه دوه سناتوران په داسې حال د افغان ځواکونو د شمیر د نه کومولو غوښتنه کوي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، اوس په دې اړه څیړنې کوي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې څومره امریکایي سرتیري پریږدي.

په پلان کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې ټول بهرني سرتیري له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر امریکايي چارواکي وایي چې متحده ایالات ښايي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ۳۰۰۰ او ۹۰۰۰ تر منځ سرتیري پریږدي. خو تر دې مخکې یوه امریکایي چارواکي ویلي وو چې دا هم له امکانه لیرې خبره نه ده چې امریکا خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه راوباسي.

د امریکا د سنا د پوځ د خدمتونو د کمیټې مشر سناتور کارل لوین، او د هغه بل دموکرات ملګري جک رید ویلي دي چې د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، باید پر هغې پرېکړې باندې له سره غور وکړي چې له مخې یې تر ۲۰۱۵ کال وروسته د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمیر له ۳۵۲۰۰۰ څخه ۲۳۰۰۰۰ تنو ته راټیټیږي. دغو امریکايي سناتورانو ویلي دي چې اوباما دې له هغه فرصت څخه چې په افغانستان کې د امریکايي احتمالي پاتې کیدونکو سرتیرو د شمیر د ټاکل له پاره لري، د دې موضوع د بیا څیړلو له پاره هم ګټه واخلي.

دغو دوو تنو امریکايي سناتورانو د جمعې په ورځ د ملي امنیت په برخه کې د ولسمشر اوباما مشاور تام دونیلون، ته یو لیک استولی دی. په دې لیک کې راغلي دي: «موږ په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايي ځواکونو د یوه وړوکي ګروپ د پاتې کیدو ملاتړ کوو. موږ همداراز دې نتیجې ته رسیدلې یو چې د دې مأموریت د بریالیتوب او د دې له پاره چې افغانستان یو ځل بیا د القاعدې او هغې پورې تړلو نورو ډلو له پاره په یوه امن ځای بدل نه شي، دا ضروري خبره ده چې د افغان امنیتي ځواکونو د شمیر د راکمولو پر طرحې باندې له سره غور وشي.»

تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي وو چې افغانستان هر کال د ۲۳۰۰۰۰ امنیتي ځواکونو د تمویلولو له پاره ۲.۵ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري. خو دغو امریکايي سناتورانو ویلي دي چې ښایي د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل له پاره تر دې هم ډیرې پېسې موجودې وي ځکه د هغوی په خبره تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکا د جنګي عملیاتو لګښت راکمیږي.

د دغو سناتورانو په لیک کې راغلي دي: «موږ توصیه کوو، کله چې ولسمشر اوباما په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکایي ځواکونو د شمیر په اړه خپله پریکړه اعلانوي، دا خبره هم اعلان کړي چې تر ۲۰۱۵ کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د شمیر د راکمولو پر طرحې باندې له سره غور کوي.»