سماراس د برلین او پاریس تر سفر وروسته یونان ته ستون شوی دئ
۱۳۹۱ شهریور ۵, یکشنبهد یونان صدراعظم انتونیو سماراس په برلین او پاریس کې د خبرو اترو د تر سره کولو وروسته خپل هیواد ته ستون شوي دئ. په پاریس کې د دغه هیواد له ولسمشر فرانسوا اولاند سره تر لیدلو وروسته هغه هم د انگلا میرکل دغه خبره تکرار کړې چې یونان باید د یورو په زون کې پاتې شي.
د میرکل په څیر اولاند هم په دې خبره ټینگار کړی دئ چې د اروپایي ټولنې او د نړیوال وجهي صندوق د پورونو د بل قسط له پاره یونان باید خپلې کړې ژمنې نافذې کړي. د جمعې په ورځ په برلین کې د المان د صدراعظمې انگلا میرکل سره د لیدنې پر وخت له سماراس څخه غوښتل شوي وو چې یونان باید له نړیوالو پور ورکوونکو سره کړې ژمنې عملي کړي.
سماراس پر دې خبره ټینگار کوي چې هغه د نورو پورونو غوښتنه نه کوي بلکي «د ساه اخیستو» له پاره وخت ته اړتیا لري چې د سپما پروگرامونه او ریفورمونه عملي کړي. خو لا تر اوسه په مستقیمه توگه اولاند او میرکل د نور نرمښت په اړه کوم غبرگون نه دئ ښودلای.