1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودی غواړی طالبان له القاعده شبکې څخه رابېل کړی

۱۳۸۷ مهر ۲۵, پنجشنبه

سعودی عربستان غواړی د پاکستان د ژغورنی په خاطردافغان دولت اوطالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړی.

https://p.dw.com/p/FbJ8
په اسلام آباد کې د طالبانو د وخت سفير ملا سلام ضعيفانځور: AP

په رياض کې ديپلوماتانود چهارشنبی په ورځ وويل سعودي عربستان د دې لپاره د وسله والوطالبانواو د افغانستان د چارواکوترمنځ منځګړتوب کوي، چې خپل متحد هيواد، پاکستان په تاوتريخوالی کې له ډوبېدوڅخه راوګرځوي اوطالبان له القاعده شبکې څخه رابېل کړي.

د رويټرزخبري آژانس د راپورله مخې ديپلوماتانو وويل، سعودي عربستان وېره لري چې د القاعده اوطالبانوپه ګډون سخت دريځي قوتونه به په پاکستان کی د ناامنۍ په راوستلو کی بریالی سی.

طالبانو او د افغانستان د حکومت استازو د روژې په وروستيو کې د سعودي عربستان په مکې ښارکې د روژه ماتې په يوې مېلمستيا کې، چې د ملک عبدالله له لوري ورته جوړه شوې وه، ګډون کړى وو.

Saudi Arabien Flagge
عربستان غواړي چې له پاکستان سره مرسته وکړي، ځکه چې د پاکستان له راتلونکي اندېښنه لري.

افغان چارواکو او طالبانوتراوسه پوري په زغرده نه دي ويلي، چې دوى د سولې او پخلاينې خبرې کړي خو په رياض کې مېشتو ديپلوماتانو، له موضوع څخه خبرو کسانو او سعودي کارپوهانو هيله څرګنده کړې چې د پاکستان د ژغورلولپاره به د طالبانو او القاعده ترمنځ اړيکې وشکوی.

د رويټرز خبري آژانس د راپورله مخې يوه ديپلومات چې په مکې کې يې د طالبانو او افغان چارواکو د خبرواترو په باب معلومات درلودل وويل:

«سعودي عربستان غواړي چې له پاکستان سره مرسته وکړي، ځکه چې د پاکستان له راتلونکي اندېښنه لري. دا منځګړتوب په پاکستان کې د ثبات راوستلو لپاره دى.»

د سعودي عربستان په منځګړيتوب د طالبانو او د افغانستان د حکومت د استازو له خبرو وروسته امريکا او بريتانيا هم د دی پروسی ملاتړ کړی دی.

د امريکا دفاع وزيررابرټ ګېټس وويل که چيری د افغانستان حکومت د شخړې پاى ته رسولولپاره له طالبانوسره خبرو ته دوام ورکړي، امريکا هم تياره ده چې له طالبانو سره پخلا سي.

په افغانستان کې د بريتانايي ځواکونو قومندان مارک کارلټن سميت او د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي وويل چې، له طالبانو سره خبرې کېداى سي د افغانستان د شخړې د پاى ته رسېدو په برخه کی ښه رول ولوبوی.

د رويټرزخبري اژانس پخپل راپور کی ليکلی چی د افغان دولت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو ترتیبات د سعودی عربستان هیواد د استخباراتو ريس شهزاده مقرین او پخوانی ريس شهزاده الفيصل نیولی دی.

په عربستان کی ديپلوماتانو ويلی، سعودی هڅه کوی چی طالبان د القاعده له ډلی او هغو عناصرو څخه بيل کړی چی هغوی پرځانمرګو بریدونو او نورو ورته کړنو باور لری.

دا په داسی حال کی ده، چی پاکستانیو طالبانو هم ویلی، که چیری د پاکستان پوځ پر دوی باندی خپل بريدونه ودروی، نو دوی چمتو دی چی شخړی ته د پای ټکی کښيږدی.

د پاکستانی طالبانو د غورځنګ یوه وياند مولوی عمر د چهارشنبی په ورځ ویلی، چی د پاکستان ساتنه پردوی باندی فرض ده او که چيری دولت جوړه ورسره وکړی نو د افغانستان امنيت ته به هم پام وکړی.