1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي غواړي د داعش پرضد سوريې ته ځواک ولېږي

۱۳۹۴ بهمن ۱۶, جمعه

د عربستان د پوځ وياند ويلي دي چي هيواد ئې تيار دی له نړيوال ائتلاف سره په گډه هوايي او مځکنیو عملياتو کي د داعش پرضد وجنگيږي.

https://p.dw.com/p/1Hq8t
انځور: AFP/Getty Images/M. Ozer

د عربستان د دفاع ورازت سلاکار جنرال احمد العسيری، د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی چي که د امریکا په مشرتوب نړيوال ائتلاف په دې سلا وي چي موږ په سوريه کي له داعش سره وجنگيږو، خپل ځواکونه به دغه هیواد ته ولېږو.

دا لومړی وار دئ چي سعودي په رسمي توگه سوريې ته د مځکنيو ځواکونو د ورلېږو وړانديز کيږي.

رويترز خبري آژانس ليکي دي چي جنرال العسيري، چي دغه راز په يمن کي د عربستان په مشرتوب ائتلاف وياند هم دئ، ويلي دي چي دوی اوس په دې اړه د امریکا متحدو ايالاتو د لارښووني په تمه دي.

هغه ويلي دي چي هيواد ئې له ۲۰۱۴م کال راهيسي د امريکا په مشرتوب ائتلاف غړی دئ او پر داعش باندي ئې تر ۱۹۰ زيات هوايي بريدونه کړي دي.

سعودي عربستان ويلي دي چي له داعش سره په مبارزه کي هوايي يرغلونه بسنه نه کوي، بلکي د دې ډلي پرضد بايد پياوړي مځکني عملیات پيل سي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيړي د عربستان د دې غوښتنه په غبرگون کي په واشنگټن کي خبريالانو ته ويلي دي چي امريکا د متحدانو د دغه شان وړانديزونو هرکلی کوي. خو تر اوسه پوري ئې په دې اړه د عربستان له خوا کومه طرحه نه ده ترلاسه کړې.

هغه ټينگار کړی دئ، تر هغه وخته پوريې چي ئې په دې اړه د سعودي طرحه نه وي ليدلې اړه ئې څه ويلای نه سي.

د بريتانيا گاردين ورځپاڼي ليکلي دي چي کيدای سي په راتلونکې اوونۍ کي په برکسل کي د ناټو په غونډه کي په سوريه کي د داعش پرضد عملياتو باندي بحث وسي.