سعودي عربستان په مصر کي خپل سفارت تړلی دئ
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۰, یکشنبهاعلان
سعودي عربستان له مصر څخه خپل سفير رابللی دئ او په پلازمېنه قاهره کي ئې خپل سفارت هم تړلی دئ. د دې تر مخه په سوونو مصريانو په قاهره کي د سعودي عربستان د سفارت مخي ته احتجاج کړی وو. مظاهره چيانو په سعودي عربستان کي د نيول سوي يوه مصري وکيل د بېرته خوشي کولو غوښتنه کوله. د مصر د مخالف گوند په وينا دغه مصری وکيل چي په سعودي عربستان کي ئې د مصري زندانيانو سره د بد چلند پر ضد کار کاوه، اوس پخپله د سعودي عربستان د پاچا د سپکاوي په تور نيول سوی دئ.