1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي د لوېديځ ملگری او د ترهگرۍ صادروونکی

احمد ولي اڅکزی (ريبکا مای)۱۳۹۱ بهمن ۲۳, دوشنبه

سعودي عربستان غواړي چي د لوېديځ له پاره يو اعتباري ملګری پاته سي او له بل اړخه يو شمېر سعوديان په منځني او نژدې ختيځ کي له ترهګرو سره مرستي کوي.

https://p.dw.com/p/17brQ
US President Barack Obama (R) and Saudi King Abdullah speak to the media after their meeting in the Oval Office of the White House in Washington DC, USA, on June 29, 2010. EPA/ROGER L. WOLLENBERG
Barack Obama mit dem saudischen König Abdullah in Washingtonانځور: picture-alliance/dpa

په سعودي عربستان کي دوه بېلا بېل اړخونه او دلچسپۍ يو له بل سره په ټکر کي دي. داسي مېرمني چي له سر څخه تر نوکانو پوري په حجاب کي وي په ډېرو عصري مغازو کي پتلونان رانيسي او د دغه هيواد لوړي ودانۍ تر وريځو رسېدلي دي. له بل اړخه د دغه هيواد قاضيان خلکو ته د دُرو وهني سزاوي اوروي. بهرنيانو ته دغه دوه جلا جلا اړخونه ډېرمختلف او برعکس معلوميږي.

په سعودي عربستان کي د اسلام يو ځانګړی فورم تطبيقيږي چي ورته د ډېر زيات محافظه پال مذهب په توګه کتل کيږي. د دې تر څنګ په دغه هيواد کي شريعت نافذ دی.

د نژدې ختيځ کارپوه او د ګيګا انستيتوت رئيس هېنر فيورټيګ وايي: «يو شمېر سعودي کورنۍ او يو څو بډايه سعودي اشخاص د دې له پاره له ترهګرو سره مرستي کوي، چي د دوی فکر کوي چي دا له خدای څخه د بيري ښوولو يوه لاره ده.»

ويکي ليکس انټرنټي پاڼي د متحده ايالتو د بهرنيو چارو وزارت يو شمېر محرم اسناد پر انټرنټ بربنډ کړل، چي په هغو کي هغه محرم راپور هم شامل وو، چي پکښي راغلي:

«ترهګري ډلې لکه القاعده ښايي هرکال په سعودي عربستان کي په ميليونو ډالره مرستي تر لاسه کوي. په زياته بيا د حج او عمرې په وختونو کي.»

په بربنډو سوو امريکايي اسنادو کي دا هم راغلي دي چي د سعودي عربستان شاهي کورنۍ هڅه کوي چي له ترهګرو سره د مالي مرستو مخه ونيسي، خو په افغانستان کي د طالبانو او ورته ډلو د مرستو د مخنيوي له پاره لږ کوښښونه کوي.

په سعودي کي يو پلورنځی
په سعودي کي يو پلورنځیانځور: Patrick Baz/AFP/Getty Images

سعودي پانګه په امريکا کي

د کارپوهانو په خبره يو شمېر لوېديځ هيوادونه لکه د امريکا متحده ايالات و سعودي عربستان ته د يوه اعتباري ملګري په سترگه ځکه ګوري، چي «په منځني او نژدې ختيځ کي پروت دغه هيواد د سيمي تر ټولو زيات د نفتو بډايه هيواد دی.»

کارپوه فيورټيګ وايي، چي له بل اړخه سعودي عربستان د ۱۹۴۵عيسوي کال راهيسي يو باثباته هيواد دی چي پکښې د حکومت د بدلون او د بغاوت جنجالونه نه دي رامنځته سوي. له بل اړخه دغه هيواد د خپلو ګاونډيو هيوادونو د زورواکانو ملاتړ کوي چي په دې توګه په سیمه کي د ټيکاو یو لامل هم دی.

له بل اړخه دغه هيواد په داسي سيمه کي پروت دی چي د لانجمنو او ترهګرۍ ځپلو هيوادونو سیمه ده. د امريکا متحده ايالتونه د سعودي د دغه موقعيت څخه ګټه اخلي او په دغه هیواد کي يې بې پيلوټه الوتکي ځای پر ځای کړي دي. دغه بې پيلوټه الوتکي د سعودي څخه الوزي او په نژدې هيوادونو کي شکمن ترهګر په نخښه کوي.

سعودي عربستان په دې هڅه کي دی چي د خپلو توندو نظرونو له کبله د امریکا متحده ايالتونه خوابدي نه کړي. فيورټيګ وايي چي سعوديانو په امريکا کي۶۰۰ ميليارده ډالره پانګونه کړې ده، چي له کبله يې سعوديان نه غواړي چي امريکا د سپتمبر د ۱۱ تر پيښي وروسته وخت په څېر يو ځل بيا له اقتصادي ستونزو سره مخامخ سي.

بشري حقونه په سعودي کي

د سعودي ۸۸ کلن پاچا شاه عبدالله بن عبدالعزيز آل سعود په ۲۰۰۷ کال کي د کاتولیکي کليسا له مشر پاپ بنيديکت شپاړسم سره وکتل. د سعودي پاچا په دغه ملاقات سره يو نوی تاريخ وليکه، ځکه چي دا لومړی وار وو چي يو سعودي پاچا له پاپ سره ملاقات وکړل. په دې توګه سره د سعودي پاچا غوښتل چي وښيي چي سعودي عربستان و نورو دينونو ته په درنه سترګه ګوري. خو له بل اړخه د بشري حقونو نړيوالې ټولنې پر سعودي د بشري حقونو د نه مراعت کولو تورونه لګوي.

د بخښنې نړۍ وال سازمان امنسټي انټرنېشنل په خپل کلني رپوټ کي ليکي: «محکمو تېر کال بیا يو شمېر وېرونکي، غېر بشري او سپکاوی کوونکي سزاوي واورولې او هغه يې عملي هم کړې، چي پکښي د دُرې وهلو سزاوي هم شاملي دي. ښځي نه یوازي دا چي په قانون کي د زیاتو حقونو څخه بې برخي دي، بلکه په عامه ژوند کي هم د تعصب او تاوتریخوالي سره مخامخ سوي دي.»

فيورټيګ د سعودي عربستان په هکله وايي چي په دغه هيواد کي دوه بېلا بېل تمايلونه موجوده دي چي برعکس اړخونه لري. هغه وايي چي د سعودي پاچا تر اوسه په دې نه دی توانېدلی چي حالات د تفاهم له لاري په خپل کنترول کي وساتي، بېله دې چي يو اړخ يا بل اړخ خوابدی کړي.