1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي د شعيه عالم نمر په شمول ۴۷ تنه اعدام کړل

۱۳۹۴ دی ۱۲, شنبه

په اعدام شویو کسانو کې د شیعه مسلمانانو یو مشر نمر باقر النمر، هم شامل دی. د هغه د اعدامیدو له کبله د ایران په ګډون یو شمیر هیوادونو سخت غبرګون ښوولی دی.

https://p.dw.com/p/1HX6b
انځور: picture-alliance/AP Photo

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دغه هیواد د شنبې په ورځ (د جنورۍ دويمه نېټه) ۴۷ کسان چې پر ډیرو باندې یې له ترهګرۍ سره تړلې تورونه لګول شوي ول، اعدام کړي دي. وزارت زیاته کړې ده چې دغه کسان د سر پرې کولو له لارې اعدام کړل سوي دي. ويل سوي چي په دغو اعدام سوو کسانو کي له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۶ کال پورې د القاعدې له خوا د ترسره شویو یو شمیر بریدونو په تړاو نیول شوي کسان هم شامل وو.

د اعدام شویو کسانو په ډله کې د شعیه مسلمانانو یو مشر نمر باقر النمر، هم شامل وو. دغه ۵۵ کلن کس له کلونو راهیسې پر سعودی عربستان باندې له شعیه مسلمانانو سره د تبعیضي چلن له کبله نیوکې کولې.

سعودي عربستان د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کالونو تر منځ په سلهاو شعیه مسلمانان د هغوی له خوا تر مظاهرو وروسته ونیول. اټکل کیږي چې شیعه مسلمانان به د سعودي عبرستان د نفوس ۱۵ سلنه جوړوي.

نمر په ۲۰۱۲ کال کې د همدغو مظاهرو په تړاو ونیول شو. دغه کس له تاوتریخوالي څخه د خالي مظاهرو غوښتنه کړې وه خو په عین حال کې یې ویلي وو چې که د سعودي عربستان د شعیه مسلمانانو پر وړاندې خپل سیاست بدل نه کړي نو د سعودي عربستان په ختیځې سیمه کې به د بیلتون غوښتنې غوځنګ په لاره واچوي.

د مظاهرو په تړاو څو تنه شعیه مسلمانان په اعدام محکوم شوي دي. د دغو مظاهرو په جریان کې څو تنه پولیس او مظاهره کوونکي ووژل شول.

په سعودي عربستان کې تر هغه وروسته مظاهرې پیل شوې چې په ګاونډې هیواد بحرین کې د دولت ضد مظاهرې وشوې. مظاهره کوونکو نیوکه کوله کې د سعودي عربستان حکومت له شعیه مسلمانانو سره تبعیضي چلن کوي.

د نمر له اعدام وروسته، په سعودي عربستان کې په شعیه میشتو سیمو کې مظاهرې وشوې، خو د نمر ورور هیله څرګنده کړې ده چې دغه مظاهرې دې سوله ییزې وي.

ایران د دغه شعیه مسلمان د اعدامیدو پر ضد سخت غبرګون ښوولی دی. حکومت ته یوه نزدې مذهبي مشر احمد خاتمي، ویلي دي چې «د سعودي عربستان حاکمه کورنۍ به د تاریخ له پاڼو پاکه شي».

د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي دي چې نمر د مخالفینو د له منځه وړلو په موخه د سعودي عربستان له خوا اعدام شوی دی.