1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي د ترهګرۍ ضد نوي ائتلاف جوړوي

۱۳۹۴ آذر ۲۴, سه‌شنبه

د سعودي عربستان حکومت ویلي دي چې ۳۴ هیوادونو ژمنه ورسره کړې ده چې په یوه اسلامي پوځي ائتلاف کې به د ترهګرۍ پر ضد جګړه ونډه ورسره واخلي. په دې کې آسیایي، افریقايي او د منځني ختیځ هیوادونه شامل دي.

https://p.dw.com/p/1HNQI
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Mohammed

د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس «ایس پي ای» د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د دسمبر۱۴) د سعودي عربستان په مشرتوب د ترهګرۍ پر ضد مبارزې له پاره د یوه نوي پوځي ائتلاف د رامنځته کیدو خبر ورکړ.

د نوي ائتلاف د رامنځ ته کیدو موخه په سوریه او عراق کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد نړۍ واله مبارزه په داسې حال کې زور اخلي چې روسیه هم په دې وروستیو میاشتو کې په دغه جګړه کې شریکه شوې ده.

امریکا متحد ایالات په خاصه توګه پر ځينو خلیج هیوادونو نیوکي کوي چې د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد د دغه هیواد په مشرتوب پوځي ائتلاف ملاتړ نه کوي.

بارک اوباما همدا د دوشنبې په ورځ یو وار بیا د امریکا د منځني ختیځ پر متحدانو په دغه جګړه کې د لا زیاتې مرستي غږ وکړ. «نیویارک ټایمز» ورځپاڼي رپوټ ورکړی چې امریکا غواړي عرب متحدان ئې په سوریه کې د ترهګري ډلي «اسلامي دولت» پر ضد د جګړې له پاره د ځمکنیو عسکرو یو سوریايي عرب ځواک رامنځ ته کړي.

اوباما په پنتاګون کې د وینا پر وخت زیاته کړه: «او په همدې موخه ما د دفاع وزیر اشتون کارتر ته ویلي چې منځني ختیځ ته سفر وکړي. دی به تر همدې خبري ناستي وروسته روان شي څو زموږ له ائتلافي ملګرو سره په دې جګړه کې د لا زیات پوځي گډون په برخه کې کار وکړي.»

په ریاض کې د عملیاتو مرکز

د سعودي عربستان حکومت پلان دا دی چې ۳۴ مسلمان دولتونه په یوه ائتلاف کې سره شامل شي او د تروریزم پر ضد غبرګون وښيي. هغه هیوادونه چې په دغه ائتلاف کې برخه اخلي، په هغو کې پاکستان، لبنان، مصر، مالیزیا او د عربي اماراتو په ګډون د خلیج نور ډیر هیوادونه شامل دي. د اسیا او افریقا ځينو هیوادونو هم په دغه پروژه کې د شاملیدو ژمنه کړې ده.

د یاد ائتلاف د قوماندي مرکز به د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې وي. د دې ائتلاف په اړه د معلوماتو ورکولو پر وخت د سعودي عربستان د دفاع وزیر او د ولیعهد مرستیال محمد بن سلمان وویل: «موږ به یوازې له «اسلامي دولت» ډلي سره نه، بلکي هري ترهګري ډلې سره وجنګیږو.» نوموړي زیاته کړه چې په ائتلاف کې شامل هر هیواد به د خپلو امکاناتو او وړتیا له مخې په دغه مبارزه کې برخه واخلي.

سعودي عربستان په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد د ائتلاف مشرتوب هم کوي. سربیره پر دې دغه هیواد د «اسلامي دولت» پر ضد د امریکا په مشرتوب نړیوال ائتلاف کې هم شامل دی.

د سعودي عربستان سیمه ییز مخالف ایران په دې نوي ائتلاف کې برخه نه اخلي.