اوباما په سختو شرایطو کې سعودي عربستان ته سفر کوي
۱۳۹۵ فروردین ۳۱, سهشنبهد سعودي حکومت ګواښ کړې چې که دغه مسوده تصویب شي نو خپلې امریکايي شتمنې خرڅې کړي.
اوباما د خپل سفر د مخه د «سي بي ایس نیوز» شبکې سره د خبرو پر وخت وویل چې د دغه مسودې سره چې ښایي له مخې د سعودي شاهي حکومت د امریکا په محکمو کې د ۲۰۰۱ م کال د ستمبر د ۱۱ پر پیښو تورن شي، مخالفت لري.
د « ترهګرۍ د تمویلونکو ضد عدالت» قانون، د ذکریا موسوي چې د سپتمبر د یوولسمې نیټې بریدونو پر مهال شلم یرغمل نیوونکي بلل شوی، د هغو ادعاو وروسته وړاندې شو چې په ۱۹۹۰م کلونو کې د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ غړو القاعدې شبکې ته په ملیونو ډالر ورکړې وو.
د جمهوري غوښتونکو د ګوند سناتور جان کورنی، چې د دې مسودې د اصلي طراحانو څخه یو دی، وويل چې مسوده به په امریکا کې د بهرنیانو د مصئونیت حق له منځه یوسي. دا په دې معنا چې که «یو تن د امریکا پر خاوره ترهګریزو بریدونه تمویلوي نو هغه به د دې د ویجاړیو له پاره هم مسئول بلل کیږي.»
دغې مسودې د سعودي د حکومت غصه راپارولې ده او سعودي چارواکو خبرداری ورکړې چې دوی به د سونو میلیاردو ډالرو په ارزښت امریکایي شتمنۍ خرڅې کړي که چیرې کانګرس دغه اقدامات تصویب کړي. دغه جبري خرڅلاو به د امریکا د محکمو له خوا د شتمنیو د کنګلو د مخنیوي په موخه ترسره شي.
غیر جدي ګواښونه
خو سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وویل چې په دې اړه خوشبینه دي چې د سعودي عربستان حکومت به دغه ګواښونه عملي نه کړي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ایرنیست، وویل: «زه باور لرم چې سعودي عربستان پر دې پوهیږي چې موږ د نړیوال مالي سیستم د ثبات له پاره خپلو شریکو ګټو ته ژمن یو.»
دا لا روښانه نه ده چې آیا ولسمشر اوباما به د باچا سلمان او نورو چارواکو سره د خپل سفر په ترڅ کې چې چهار شنبې په ورځ پيلیږي، د دغه مسودې په اړه خبرې وکړي او که نه. د اوباما سفر چې د «خلیج فارس غونډه» کې د ګډون په موخه یې کوي، د اوباما د خدای په آمانۍ د سفرونو یوه برخه ده چې په ترڅ کې به یې نوموړی وروسته د برلین او لندن څخه هم لیدنه وکړي.
د ۱۱ سبتمبر د تروریستي بریدونو د ۱۹ یرغمل نیونکو څخه یې ۱۵ سعودي وګړي ول. خو په دغه ترهګریزو بریدونو کې په رسمي توګه د سعودي د شراکت په اړه کومې پلټنې نه دي ترسره شوي او دغه شاهي حکومت هیڅکله هم په رسمي توګه نه دی متهم شوی.
د ۱۱ سبتمبر د بریدونو د قربانیانو کورنیو له اوباما څخه غوښتنه کړې چې د دغې مسودې ملاتړ وکړي او د خپل سفر پر وخت هم دغه موضوع له پامه ونه غورځوي.