1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سریلانکا د شل اووریزو سیالیو نړیوال جام وگاټه

سید ریاض۱۳۹۳ فروردین ۱۷, یکشنبه

د کریکیټ د شل اووریزو سیالیو په نړیوال جام کې په یوه زړه پورې لوبه کې سریلانکا، هند ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه. هند لومړی منډې جوړې کړې او سریلانکا ته یې په ټاکلو شوو ۲۰ اوورنو کې د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه.

https://p.dw.com/p/1BcuS
Cricket Spiel India Sri Lanka in Hobart
انځور: Reuters

سریلانکا، ټاس یا پچه وگټله او هند ته یې د بېټنگ یا منډو جوړولو بلنه ورکړه. د هند له لوري روهت شرما، او اجنکیا هارنی، لوبه پیل کړه. دواړو اوپنرانو په احتیاط سره لوبه کوله، خو په دویم اوور کې هارنی وسوځید او دغه وخت هندوستان یوازې څلور منډې جوړې کړې وې. هارنی سریلانکایي بالر اینجلیو مېتیوز اوټ کړ.

تر هغې وروسته ویرات کوهلي میدان ته راغی. روهت شرما او کوهلي ښه لوبه وکړه خو د پنځوسو منډو د شراکت وروسته شرما، د رنگانا هیرات په توپ کیچ اوټ شو. شرما په ۲۶ توپونو ۲۹ منډې جوړې کړې. په دغه وخت کې یوولسم اوور وو او هند ۶۴ منډې جوړې کړې وې.

د شرما تر سوځیدو وروسته یوراج سنگهـ میدان ته راووت. د یوراج سنگهـ او ویرات کوهلي تر منځ هم د ۵۰ منډو شراکت وشو، خو په ۱۹ اوور کې یوراج سنگهـ اوټ شو او تر هغه وروسته د هند لوبډلې کپتان اېم اېس دوني میدان ته راووت. کوهلي د وروستي اوور په وروستي توپ رن اوټ شو. د کوهلي منډې د پام وړ وې هغه په ۵۸ توپونو د ۵ څلوریزو او ۴ شپږیزو پر مټ ۷۷ منډې جوړې کړې. د هند لوبډلې سریلانکا ته د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه، چې د سریلانکال د لوبډلې له پاره یو آسان هدف بریښده.

د سریلانکا د لوبډلې د ۱۳۱ منډو د هدف پوره کولو په تعقیب لوبه پیل کړه، خو د سریلانکا پیل هم ښه نه وو. د پنځو په مجموعي منډو د سریلانکا توپ وهونکی کشال پریرا، د موهت شرما په توپ کیچ اوټ شو. د شرما تر سوځیدو وروسته مهیلا جی وردني میدان ته راووت. جې وردني او دلشان هندي بالران تر فشار لاندې راوستل او د میدان پر هر لور یې څلوریزي ووهلې. خو د هغوی دغه شراکت ډیر دوام ونه کړ او په شپږم اوور کې د ۴۱ په مجموعي منډو دلشان وسوځید. د ۶۶ په مجموعي منډو د سریلانکا دریم لوبغاړی جی وردني هم وسوځید. هغه په ۲۴ توپونو ۲۴ منډې جوړې کړې وې. تر هغې وروسته تري ماني هم ژر وسوځید. په پای کې سنگاکارا کې د سریلانکا په بریا کې لوی لاس درلود او په ۳۱ توپونو یې پنځوس منډې وکړې. سریلانکا ټاکل شوی هدف په ۱۸ اوور کې پوره کړ او دغه لوبه یې په شپږو ویکټو وگټله او د کریکیټ د شل اووریزو سیالیو نړیوال جام اتله لوبډله شوه.