1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسیا کپ پای لوبه پیل شوه

مسعود جهش۱۳۹۲ اسفند ۱۷, شنبه

د کریکیټ په اسیا کپ کې دوه تر ټولو لوړ امتیاز لرونکو لوبډلو پاکستان او سریلانکا په خپل منځ کې پای لوبه وکړه چې سریلانکا په پنځو ویکیټو وگټله. له دې سره سریلانکا د اسیا کپ اتل هیواد شو.

https://p.dw.com/p/1BM7v
انځور: Karim Sahib/AFP/Getty Images

د لوبې تر پیلیدو مخکې پاکستان پچه وگټله او د منډو جوړولو یا بیټنگ پریکړه یې وکړه. سریلانکا د لوبې په لومړیو اورونو کې د پاکستان د لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول. که څه هم په لومړي سر کې پاکستان د لوبغاړو د سوځیدو له کبله تر فشار لاندې وه خو په پای کې یې ښه لوبه وکړه او سریلانکا ته یې د ۲۶۱منډو هدف وټاکه..

سریلانکا لوبه ډیر ښه پیل کړه خو په یوه اور کې یې د دوو لوبغاړو سوځیدو پر دې لوبډلې باندې یو څه فشار راوست. په ټولې لوبې کې یوازې په څو اورونو کې پر سرلانلانکا باندې یو ځه فشار وو خو دغې لوبډې په یوه اور کې د لازمو منډو د اوسط په تیټ ساتلو سره په پای کې لوبه په اسانۍ وگټله او یوازې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره یې خپل ځان د پاکستان له خوا ټاکل شوي هدف ته ورساوه.

تر دې مخکې سریلانکا د هندوستان، پاکستان، افغانستان او بنگله دیش له لوبډلو څخه لوبې گتلې وي. پاکستان بیا په اسیا کپ کې له هندوستان، افغانستان، بنگله دیش څخه لوبې گټلې دي او یوازې سریلانکا ته یې لوبه بایللې ده.

افغانستان هم سږ کال په اسیا کپ کې د لومړي ځل له پاره ولوبید. د دې هیواد لوبډلې له خپلو څلورو لوبو څخه یوه وگټله او په دې ترتیب سره له اسیا کپ څڅه ووت. که څه هم افغانستان په اسیا کپ کې درې لوبې وبایللې، خو له بنگله دیش څخه د لوبې په گټلو سره یې د لومړي ځل له پاره د کریکیټ د نړیوالې شورا یوه بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد ته ماتې ورکړه. افغانستان له دې بریا سره د کریکیټ د نړیوالې شورا د پنځوس اوریزو لوبو په درجه بندي کې هم شامل شو.

تر اسیا کپ وروسته افغانستان د کریکیټ په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې هم برخه اخلي چې د بنگله دیش په هیواد کې د روانې میاشتې په ۱۸مه نیټه پیلیږي. افغانستان به په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د کوربه هیواد بنگله دیش پر وړاندې وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب