1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرکس د افغان ماشومانو له پاره د خوښۍ فرصت

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱, یکشنبه

د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه په سلهاو ماشومان د سرکس په تعلیمي او تربیه وي مرکز کې سره راټول شول چې د سرکس نړیواله ورځ ولمانځي.

https://p.dw.com/p/18KBK
Bild: Andreas Gradin a female clown with colorful clothes and makeup actor; adult; birthday; carnival; caucasian; character; circus; clown; colorful; comedy; costume; dressed; entertainer; entertainment; expression; female; fun; funny; girl; happy; humor; joke; joker; makeup; party; performance; performer; person; portrait; posing; red; show; theatrical; whiteface; wig; woman; actor; adult; birthday; carnival; caucasian; character; circus; clown; colorful; comedy; costume; dressed; entertainer; entertainment; expression; female; fun; funny; girl; happy; humor; joke; joker; makeup; party; performance; performer; person; portrait; posing; red; show; theatrical; whiteface; wig; woman
Weiblicher Clown Karnevalانځور: Fotolia/ Andreas Gradin

د سرکس هغه نندارې چې د هنرمندو ماشومانو له خوا اجرا شوې، د ډیر شمیر ماشومانو له پاره نوي او په زړه پوري وې. د ماشومان د خندا او له خوښي ډک آوازونو د سرکس د تعلیمي مرکز فضا بل ډول کړې وه.

ډیر لږ افغان ماشومان کولای شي چې تفریحي مرکزونو ته ولاړ شي او د ماشومانو لوبې وویني او پکې برخه واخلي. افغانستان په نړۍ کې یو له هغو۵۰ هیوادونو څخه دی چې د سرکس نړیواله ورځ لمانځي.

د افغانستان د سرکس د تعلیمي مرکز مشر حمید روحان، وویل چې اوس د هغوی د ادارې په ولایتي څانګو کې په سلهاو ماشومان د سرکس د زده کړو په حال کې دي. ښاغلي روحان زیاته کړه چې په د افغانستان د سرکس تعلیمي مرکز له لسو کلونو راهیسې فعالیت کوي. هغه وویل: «زموږ په برنامو کې نندارې، تفریحي او روزنیز پروګرامونه شامل دي.»

یو افغان ماشوم چې امیر رحمان نومیږي، او د سرکس په برخه کې زده کړې کوي وايي: «ډیر خوشحاله یم. اوس کولای شم چې د سرکس په کوچنيو توپونو بازۍ وکړم. اکروبات مې هم زده کړی دی یعنی زه اوس ملاقونه وهلی شم. زه دلته یو ټیر لرونکي بایسکلونه هم چلوم.»

د سرکس په مرکز کي په نندارو کې گډون کوونکو یو شمیر ماشومانو خپل مخونه په رنګونه ککړ کړي ول او کمیدي نندارې یې وړاندې کولې.

احمد شمشاد چې خپل مخ یې په ډول ډول رنګونو ککړ کړی دی وایي: «سږ کال یې راته وویل چې باید یو کمیدي نقش ولوبوم، له همدې کبله مې خپل مخ په رنګو ککړ کړی دی.»
په وروستیو لسو کلونو کې د افغانستان د سرکس د تعلیمي مرکز ماشومانو ته ځیني سفرونه هم برابر کړي دي. په دې ترڅ کې افغان ماشومان توانیدلي دي چې له افغانستان څخه دباندي هم د سرکس نمایشونه نندارې ته وړاندي کړي.