1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

سرچینې: داعش ډلې توره بوره نیولې

۱۳۹۶ خرداد ۲۴, چهارشنبه

په ننګرهار کې یوه سرچینې وايي چې تېره شپه داعش وسله والو په پچیراګام ولسوالۍ کې له طالبانو سره تر جګړې وروسته په دغه ولسوالۍ کې توره، بوره مهمه او ستراتېژیکه سیمه ونیوله.

https://p.dw.com/p/2efZM
Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

پچیراګام کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویلې ته وویل چې د سه شنبې په ورځ ناوخته د داعش ډلې له ولسي خلکو او وسله والو طالبانو سره له اوږدې جګړې وروسته ځانونه تورې بورې ته ورسول.

سرچینې زیاته کړه چې داعش ډلې د جګړې په ترڅ کې وسله وال طالبان له سیمې تېښتې ته اړ کړل. زیاته شوې چې په نښتو کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

دغې سرچینې وړاندې وویل چې د تورې بورې تر نیولو وروسته د داعش ډلې د پچیراګام ولسوالۍ مقام پر خوا تحرکات پیل کړي او اوس له حکومتي ځواکونو سره جګړه کوي.

ویل شوي دي چې په دغه ولسوالۍ کې له داعش سره د جګړې د مهار کولو له پاره ځايي چارواکو له ولایتي او مرکزي حکومته د مرستې غوښتنه کړې وه.

په پچیراګام کې د سیمه ییزو پولیسو یوه مشر شریف الله، دویچه ویلې ته ویلي چې د تورې بورې له سیمې زرګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوي او اوس هم له یادې سیمې څخه ډلې، ډلې خلک ځانونه خوندي سیمو ته باسي.

Afghanistan IDP Lager Flüchtlinge Flucht Islamischer Staat
چارواکو ویلي دي چې د سیمې ډیری اوسیدونکي تیښتې ته اړ شوي دي.انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی، په پچیراګام کې حالت د اندېښنې وړ ګڼي خو په دې اړه له ډېرو مالوماتو ورکولو ډډه کوي.

توره بوره په پچیراګام کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته نیږدې هغه ستراتیژیکه سیمه ده چې د افغانستان د جګړو پر مهال په کې لویې سمڅې او پټنځایونه جوړ شوي او د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو ورځو کې په کې د القاعدې ډلې وژل شوی اسامه بن لادن هم پټ شوی وو.

اندېښنې دا ده چې که د داعش وسله واله ډله دغه سیمه په بشپړ ډول تر خپلې ولکې لاندې راولي نو د حکومت له پاره به بیا له دغې سیمې یاده ډله ایستل ستونزمن وي.