سريلانکا افغانستان ته ماتې ورکړه
۱۳۹۳ اسفند ۳, یکشنبه
د لوبي تر پيل دمخه پچه سريلانکا وگټله او افغان لوبډلي ته ئې دبيټنگ بلنه ورکړه.
افغان لوبډلي په ۴۹ اورونو کي ۲۳۲ منډي جوړي کړې او سريلانکا ته ئې د ۲۳۳ منډو هدف وټاکه.
سريلانکا دغه هدف پور کړ او تر لوبي وروسته ئې افغان لوبډله وستايله.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه له بنگله دېش سره د ۱۰۵ منډو په توپير بايلوله او په دې لوبه کي ئې لوبغاړي ډېر پياوړي ښکارېدل.
له سريلانکا سره تر لوبي وروسته د افغان توپ اچونکو ډېره ستاينه سوې ده. د کارپوهانو په نظر که افغان لوبډلي لږ نوري منډي هم جوړي کړي وای، سريلانکا ته به ئې سخت سرخوږی پيدا کړی وای.
د افغان لوبډلي توپ اچونکي حميد حسن، شاپور ځدران او دولت ځدران ښه وځلېدل. حميد حسين درې لوبغاړي وسځول.
د دغي لوبي غوره لوبغاړی د سريلانکا مهيلا جواردينه وټاکل سو. هغه تر لوبي وروسته افغان لوبغاړي وستايل او ويې ويل چي ښه راتلونکې لري.
افغانستان خپله دريمه لوبه د چهارشنبې په ورځ (فيبرورۍ ۲۰) له سکاټلنډ سره لري. سبا به زمبابوې له متحدو غربي اماراتو سره ولوبيږي.