سره صليب په افغانستان کي دډيرو ملکي قربانيانو څخه شکايت کړی دی
۱۳۸۷ تیر ۱۹, چهارشنبهاعلان
په ژنيو کي د سره صليب بین امللي کميټې نن خبر ورکۍ ، چه يوازي د تيري جمعې راهيسي ۲۵۰ ملکي کسان يا وژل سوي ،او يا هم ټپيان سوي دي . د سره صليب دبین امللي کميټې مشر فرانک غوخن شټاين په کابل کي وويل ، چي دواړه خواوی بايد د بشر د حقوقو مراعات وکي ، او په جنګونو کي د ملکي او نظامي خلګو فرق وکی . ده اضافه کړه ،چه دکلو او ښارو اوسيدونکي نبايد په جنګونو کي ورشامل سي .
په دې اواخرو کي په کابل کي د هندوستان د سفارت مخته ۴۰ ملکي خلګ وژل سوي وه ،چه د سره صليب بین امللي کميټې دهغه له امله ډيره انديښنه ښوولې وه ،ځکه ددوی له نظره د ملکي او نظامي خلګو فرق نه ؤ سوی .
همدارنګه د سره صليب بین امللي کميټې د ورستيو هوايي حملو څخه هم تشویش ښکاره کړی دی ، چه پکښي ډير ملکي خلګ وژل سوي دي .