1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سره صليب له حمص څخه ټپیان انتقال کړي دي

۱۳۹۰ اسفند ۶, شنبه
https://p.dw.com/p/149ys

د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د ځواکونو له لوري د حمص پر ښار د اونيو راهيسي بريدونه دوام لري. د سره صليب مؤسسه د څو اونیو وروسته په لومړي ځل په دې توانېدلې ده چي د ياغيانو د مرکزي ښار حمص څخه ژوبل سوي کسان خوندي ځايونو ته انتقال کړي.

نوموړۍ نړۍ والې مؤسسې په ژنيف کي ويلي دي چي څه باندي ۲۰ ژوبل سوي ښځي او ماشومان ئې د حمص ښار څخه ايستلي دي. د مؤسسې وياندي ويلي دي چي دا يو لومړی قدم دئ او هيله لري چي د شنبې په ورځ د ژوبل سوو کسانو انتقال ته دوام ورکړي. په عيني حال کي د امريکا ولسمشر باراک اوباما غوښتنه کړې ده چي پر سوريې دي نړۍ وال فشار زيات کړل سي. اوباما د ډنمارک د لومړي وزير هېله تورننگ شمدت سره د ليدنې پر وخت زیاته کړې ده چي په سوريې کي د بې گناه انسانانو د ډله ییزې وژنې پر ضد بايد امريکا او د هغه ملاتړي خپل ټول فشار په کار واچوي.