1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرمقاله: اروپاته مهاجرت - له تصوره تر واقعيته

۱۳۹۴ مهر ۳, جمعه

څوک دغه انځورونه نه پیژني: د سوریې او عراق، افریقا او دغه راز افغانستان او پاکستان د مهاجرو اوږد بهیر چې د اروپايي هیوادونو په خاورو کې لیدل کیږي، له سرحدونو تیریږي او حتی د جوړ شوو اوسپنیزو دیوالونو او اغزنو کټارو اوړي.

https://p.dw.com/p/1GdMk
انځور: Reuters/Y. Behrakis

د دغه بهیر یوه برخه د منځنۍ اروپا د اورگاډو تم ځایونو (ستشینونو) ته رسیږي، ځیني نور بیا د سمندر له لاري په ربړي او یا کوچنیو بیړیو کې دغه خطري سفر ته ملا تړي او وخت په وخت لیدل کیږي چې د هغوی بیړۍ په سمندر کې لاهو او ډوبي شي او په نتیجه کې خپل ژوند له لاس ورکوي.

جگړه او یا هم اقتصادي اړتیا چې ښايي رښتیا وي او یا هم رښتیا وانگیرل شي، په ميلیونو انسانان له خپلو هیوادونو تیښتي ته مجبوروي. په داسې حال کې چې په اروپا کې حکومتونه وار په وار له سترو چيلينجونو سره ځانونه مخامخ وینی، د هغوی د خلکو یوه برخه مهاجرو ته خپل غیږ پرانيزي: هغوی ته کالي، مرستي او سرپناه ورکوي او په دولتي اداري مقرراتو او خڼدونو کې ور سره مرسته کوي.

خو د قضیې هغه برخه چې تور سیوري پر خور دی څه ناڅه هیره شوې ده: کابو شپږ میاشتې مخکې د «لویدیځ د اسلامي کولو پر ضد اروپايي وطنپالو» چې مخفف یې «پیگیدا» دی، د آلمان په مختلفو ښارونو کې مظاهرو او لاریونونو د رسنیو د موضوعاتو سرلیکونه جوړ کړي ول او د دې هیواد ټولنه یې ټوټې ټوتې کړې وه. دغه راز د پناه غوښتونکو کمپونو او سرپناوو ته اورونه اچول هم هیر شوي ښکاري.

خو دا ټول «اروپا ته مهاجرت - له تصوره تر واقعیته» پوري لري. دا زموږ د ځانگړي پاڼي نوم دی. دغه پاڼه چې د آلمان د بهرنیو چارو وزرات په مالي مرسته جوړه شوې ده، سر له نن څخه په پښتو، دري او اردو ژبو په آنلاین کې ستاسو پر مخ پرانیځو.

په دغه پاڼه کې تاسو د مهاجرو په اړه نوي او تازه رپوټونه، د آلماني ژبې د کورسونو اړیکي (لینکونه)، د پناه وړنکو د حقوقي مسایلو او دا چې څوک له قانوني اړخه د پناه مستحق کیږي او داسي نورو مسایلو په هکله مقالې او معلومات موندلای شي.

دغه راز موږ د هغو خطرونو په هکله هم رڼا اچوو چې مهاجر، انساني قاچاقچیانو ته په خپل برخلیک سپارلو سره پر ځان مني. سر بیره پر دې موږ د هغو کسانو په هکله چې په خپلو هیوادونو کې پاتیږي او دا چې څه شي هغوی دي تصمیم ته هڅوي، رپوټونه خپروو.

موږ غواړو چې ستاسو سره، ستاسو د نظرونو، اندېښنو، ستونزو او تجربو په هکله بحث وکړو. موږ خوشحاله کیږو چې تاسي خپلي تجربې زموږ سره شریکي کړی او راته ووایاست چې څه شي تاسي له خپل وطن او خپل ټاټوبي څخه کډه کیدو او هجرت ته مجبور کړی یاست. د دی هدف له پاره موږ تاسو ته بلنه درکوو چې د دویچه ویله د پښتو څانگې فیس بوک کې زموږ سره اړیکه ونیسي.