ستيوارت:امريکا او برتانيه د افغانستان په لانجه کي پاته راغلي
۱۳۸۹ بهمن ۴, دوشنبهد برتانيې د واکمن محافظه پال ګوند، پارلماني غړي،Rory Stewart هند ته د يو سفر په ترڅ کي وويل:« وروسته تر نهو کلونو نړيواله ټولنه بايد اعتراف وکړي چي هغه د ( افغانستان په اړه) د معلوماتو کمزورتيا لري، د لانجې په حل کي خپل توان او حتي خپل قانونيت او اعتبار يې له لاسه ورکړی دی.»
Stewart چي پر عراق باندي د متحده ايالاتو تر مشري لاندي يرغل په تعقيب د دغه هِِيواد د بيارغاونِِي لپاره ګمارل سوي ؤ د طالبانو د رژيم له نسکوريدو وروسته افغانستان کي يو اوږد سفر وکړ او د خپلي تجربې په هکله يې يو کتاب ليکلی چي ډير زيات خرڅلاو او لوستونکي لري.
هغه د هند د جايپور په ښار کي د ادبياتو د يو فيستوال په مناسبت غونډه کي چي د سيمي د ثبات په هکله د بحث لپاره جوړه شوې ول خبري وکړې. په غونډِِي کي د پاکستان مشهور ژورنالست او د طالباانو د غورځنګ پِِيژندونکي احمد رشِِيد هم ګډون درلود.
د برتانيې نوموړي پارلماني غړي دغي غوندي ته وويل: « د متحده ايالاتو پر توانمندۍ باندي چي د ستونز په حل کي دي کوم کار وکړای سي، نور اعتبار وجود نه لري.» هغه زياته کړه: « زه فکر کوم چي دا به له احتمال څخه ډِِير ليري وي چي متحده ايالات دي د لانجې د حل په لور د يوې سمي پاليسۍ په جوړلو بريالي سي.»
Stewart دغه راز وويل چي « ډِِيره سخته ده» چي د افغان طالبانو له مشرانو سره دي په خبرو اترو کي د کوم پرمختګ انتظار وسي. هغه ِيادونه وکړه چِِي د بريتانيا حکومت هم د افغانستان د لانجي په حل کي خپل توان له لاسه ورکړی دی.
د جايپور د ادبيانو د فيستوال په څنډه کي د سيمه ايزامنيت او ثبات په غونډه کي چي پر افغانستان، پاکستان او هند باندي خبري وسي، افغانستان ته د هند سفير، Jayant Prasad ، هم ګډون درلود. هغه په خپلو خبرو کي د يو سياسي حل لپاره د سيمه ايزو ځواکونو د ملاتړو پراهميت ټينګار وکړ.
Jayant Prasad ووِِيل: « هيڅ دليل وجود نه لري چي هند دي سولي او پخلايني ته شا واړوي. » هغه يادونه وکړه: « موږ د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو په توګه د دغه هيواد د خپلواکمنۍ او خپلواکۍ د ټينګښت لپاره هڅه وکړو، نه دا چي هغه وران او ويجاړ کړو.»
د نوموړي خبري د افغانستان په دننه کي د پاکستان او هند سيايلو ته اشاره وه. د طالبانو د رژيم له نسکوريدو څخه وروسته په افغانستان کي د هند نفوذ پراخ سوی، هغه څه چي د هغه سيال هيواد پاکستان ورته په انديښي سره کتنه کوي.
د هند په جاپور کي نوموړي فيستوال په خپل وار کي اووم چي د هند او نړۍ له مختلفو هيوادونو څخه ادب پوهان، سياستوالان او ژورنالستان پکښي ګډون کوي او د سيمي او نړۍ پر مسايلو باندي خپل نظريات وړاندي کوي.