ستندرد چارترد بانک ۳۴۰ میلیونه ډالره جریمه شو
۱۳۹۱ مرداد ۲۵, چهارشنبهدغه خبره د سه شنبې په ورځ اعلان شوې ده. پر ستندرد چارتر بانک باندې د امریکایی څیړونکو له خوا تور لگول شوی دئ چې له ایراني بانکونو سره ئې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت معاملې کړي دي. اوس ایراني بانکونه د دې هیواد د اتومي پروگرام له کبله د متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې تر تحریمونو لاندې دي.
په نیویارک کې د مالي خدمتونو ادارې «ستندرد چارترد بانک» ته د یوه جعل کار سازمان خطاب کړی دئ او ویلي ئې دي چې دې بانک له ایران سره په گډه کار کړی دئ.
په تیره لسیزه کې متحده ایالاتو د ایران پر مالي سازمانونو، د دې هیواد پر دولت او وگړو باندې خپل تحریمونه سخت کړي دي. پر ایران باندې تور دئ چې غواړي د خپل اتومي پروگرام په ترڅ کې اتومي وسلې جوړې کړي خو دغه هیواد بیا وایي چې هسته يي پروگرام ئې سوله ییز دئ او کوم پوځي هدف نه لري.
ستندرد چارترد بانک له ایران سره د معامله کولو له کبله نه یوازې ۳۴۰ میلیونه ډالر جریمه شوی دئ، بلکه د دې بانک د نیویاک په څانگه کې به د دوو کلونو له پاره یوه څارونکې اداره هم میشته شي.
پر ستندرد چارترد بانک باندې تور لگول شوی دئ چې د ایراني بانکونو ۲۵۰ میلیارده ډالر ئې لیږدولي دي. د امریکا د مالي خدمتونو د ادارې په حواله دې بانک له ایراني بانکونو سره د شپږو کلونو په موده کې ۶۰ زره معاملې کړي دي چې په ترڅ کې ئې ۲۵۰ میلیارده ډالر لیږدول شوي دي.
د ستندرد چارترد بانک مرکز په لندن کې دئ خو د متحده ایالاتو په گډون د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې څانگي لري.
آژانسونه/ مسعود جهش
نجیب الله زیارمل