1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ستري محکمې ويلي سپنتا بايد نه وای بې صلاحيته سواي

۱۳۸۶ خرداد ۱۵, سه‌شنبه

دافغانستان ستري محکمې د ولسي جرگي لخوا د بهرنيوچارود وزيرډاکټر رنگين داد فر سپنتا بي صلاحيته کول د اساسي قانون خلاف کار بللی.

https://p.dw.com/p/DK9d
د افغانستان اولسي جرگې نن د ستري محکمې پر دې حکم باندي بحث کوی.
د افغانستان اولسي جرگې نن د ستري محکمې پر دې حکم باندي بحث کوی.انځور: AP
دافغانستان ددولت وياند ويلي چې دد وشنبې په وزځ د ستري محکمې اته مخيزه پريکړه ولسمشر حامد کرزي او ولسي جرگي ته استول سوې ده.
د افغانستان اولسي جرگې نن د ستري محکمې پر دې حکم باندي بحث کوی.
اولسي جرگې د ښاغلی سپنتااو د کډ والوچارو له وزير څخه څو اونۍ مخکي د کډ والوپه مساله کې د پاته راتلو له امله د باور رايي بيرته واخستې چې وروسته ولسمشر کرزي يوازي د سپنتاموضوع ستري محکمې ته د سپيناوي لپاره وسپارل.
اوس داسي ويل کيږي چي د ستري محکمې په پرېکړه کې ويل سوي چې د بهرنيو چارو وزير د کډ والو په مسله کې ښکیل نه و نو ځکه هغه بايد بې صلاحيته سوی نه واي.