"ستا وینه زما ژوند"
رحماني یو ځوان افغان دی چې «ستا وینه زما ژوند» تر نامه لاندې یې د وینې ورکولو شبکه جوړه کړې ده او په څو ولایتونو کې فعالیت کوي. د هغه ټولگیوال، دوستان او د اوسیدو د ځای خلک د دغې شبکې داو طلب غړي دي.
رحماني څوک دی؟
مصطفی رحماني یو ۲۶ کلن افغان دی. هغه په کندهار ولایت کې د احمد شاه بابا په لیسه کې زده کړې سرته رسولي دي او اوس د چراغ په نوم د لوړو زده کړو په نوم موسسه کې د طب پوهنځي د پنځم کال محصل دی.
ولې د وینې ورکولو شبکه؟
رحماني وایي: «کله چې مې ولیدل امبولانس یا هغه کسان چې وینه ورکول به یې غوښتل او روغتون ته به نه رسیدل او په پایله کې به یې وطنوالو ژوند له لاسه ورکاوه، نو داسې احساس راسره پیدا شو چې یو داسې گروپ جوړ کړو چې په هیڅ روغتون کې د ویني له کمښت سره مخامخ نه شو.»
شخصي تجربه
مصطفی رحماني پخپله هم په افغانستان کې د وینې د کمښت ترخه تجربه لیدلي ده. هغه وايي کله چې یې مور ته د وینې اړتیا وه نو په کورنۍ کې د هیچا د وینې گروپ د هغې د وینې له گروپ سره برابر نه وو. نو په ډیر مشکل وتوانید چې یو څوک پیدا کړي. هغه وایي چې اوس هم د هغه کس منندوی دی، ځکه چې د ده د مور ژوند یې وژغوره.
د وینې د ورکړې شبکه څه ډول فعالیت کوي؟
کله چې روغتون وینې ته اړتیا پیدا کوي، رحماني ته مراجع کوي او رحماني د هغه لېست پر اساس چې د شبکې د غړو د مشخصاتو سره یې ترتیب کړی دی، وړ کس د وینې د ورکړې له پاره روغتون ته استوي. دغه شبکه داسې تنظیم شوې ده چې آن د اړتیا پر وخت نیمه شپه هم داوطلبان وینې ورکولو له پاره روغتون ته ورځي.
د شبکې پراخوالی
د هغه ټولگیوال، دوستان او هغه خلک چې د ده استوگنې په ځای کې ژوند کوي د دغې شبکې داوطلب غړي دي. دغه شبکه په کندهار، کابل، او هلمند ولایتونو کې فعاله دی او د غړو شمیر یې ۱۵۰ تنو ته رسیږي. په پام کې ده چې په نزدې راتلونکي کې دغه شبکه د نیمروز او فراه ولایتونو کې هم جوړه شي.
د وینې د راټولو کمپاین
په افغانستان کې د وینې راټولو کمپاین ساده کار نه دی. ځکه ډیر کم افغانان پر دې پوهیږي چې د وینې ورکړه روغتیا ته زیان نه لري. رحماني د بوهاوي د کمپاین له لارې خلکو ته د دې پیغام رسولو هڅه کوښښ کوي چې د وینې ورکړه تاوان نه لري. دا کار د خلکو ژوند ژغوري.
د وینې بانک
د کابل د وینې بانک په دې دلیل چې نورو روغتونونو ته هم وینه برابروي کله نا کله د وینې له کمښت سره مخامخ کیږي. ځیني وختونه د ناروغ کسان خپلوان پر دې نه توانیږي چې د وینې اړتیا پوره کړي. له همدې ځایه د رحماني شبکه د یوه ژوند د ژغورلو له پاره حل لاره ده.
د جگړې د قربانیانو ژغورل
د رحماني د وینې د ورکړې شبکه پر دې توانیدلې ده، څو وارې په کابل کې د «ایمرجنسي» په نوم روغتون ته راوړلو شوو ټپیانو ته وینه برابره کړي. دغه روغتون ته په زیاته د جگړې قربانیان راوړل کیږي. د ایمرجنسي روغتون پر دې خبره ټینگار کوي په افغانستان کې د وینې اړتیا ته په کتو سره دغه هیواد د مصطفی رحماني په توگه په سلگونو کسانو ته اړتیا لري چې اړمنو کسانو ته وینه ورکړي.