1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ستاکهولم بريد ـ يو شکمن کس نيول سوی

۱۳۹۶ فروردین ۱۹, شنبه

د سوېډن په ستاکهولم کي په لارۍ موټر تر سره سوي بريد کي ۴ وژل سوي او ۱۵ نور ژوبل سوي ول. امنيتي چارواکو يو کس د ترهګرۍ په تور نيولی دی.

https://p.dw.com/p/2aufy
Schweden Stockholm LKW-Angriff
انځور: Getty Images/AFP/J. Nackstrand

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د اپريل ۷مه نېټّ) د سوېډن په ستاکهولم ښار کي يو کس د انسانانو پر هجوم لارۍ موټر ور وځغلوی چي پکښي ۴ انسانان ووژل سول او ۱۵ نور ژوبل سول. ويل سوي چي په ژوبل سوو کي د ۹ روغتيايي وضعه ښه نه ده. دغه لارۍ موټر له تښتول سوی ؤ چي د ښار په مرکزي بازار کي لومړی د خلکو په هجوم او وروسته د يو مارکېټ د ودانۍ سره وجنګول سو. د دغه پيښي وروسته پوليسو يو کس د ترهګرۍ او قتل په شک نيولی دی.

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي د ستاکهولم د څارنوالۍ وياندي د شنبې په سهار وويل چي نيول سوی کس به ښايي د سه شنبې تر ورځي پوري تر پوښتنو ګروېږنو لاندي ونيول سي. څارنوالي به تر يادي ورځي وخت ولري چي پرېکړه وکړي چي دغه کس قاضي ته وړاندي کړي او که يې خوشي کړي. د قانون له مخي څارنوالان نيول سوی کس صرف تر سه شنبې پوري د ځان سره ساتلای سي. د سه شنبې څخه تر زيات وخت پوري د دغه کس په توقيف کي ساتل د يو قاضي فيصلې ته اړتيا لري.

عيني شاهدانو ويلي چي د بريد وروسته پر هغه ځای چي لارۍ په خلکو کي ختلې وه، زياتي ويني تر سترګو کېدې. زياته سوې چي د دغه پيښي وروسته د لارۍ موټر هغه برخه چي پکښي موټروان کښېني پکښي اور ولګېد.

د شکمن کس د نيول کيدو څخه تر مخه پوليسو د يو کس انځور خپور کړی ؤ او د هغه د نيول کېدو په ترڅ کي يې له خکلو مرسته غوښتې وه. د بيلو رسنيو په راپورونو کي راغلي چي ښايي نيول سول کس هغه څوک وي چي لارۍ موټر يې د بريد له پاره استعمال کړی وي. د نيول سوي کس په هکله داسي راپورونه هم ورکول سي چي د ازبک او د داعش پلوي دی.

د ستاکهولم د بريد په تړاو د سوېډني چارواکو پلټنې لا ادامه لري او چارواکي د تيارسی حالت ته راوستل سوي دي. په دې ترڅ کي حکومت فيصله کړې چي تر راتلونکو ۱۰ ورځو پوري به د سوېډن پر پولو کنټرول ټينګ کړل سي. د سوېډن لومړي وزير ستيفان ليوفن د جمعې په ماخستن وويل چي په زياته بيا هغه کسان به زيات کنتروليږي چي له سوېډن څخه وځي. د نوموړي په وينا د دغه کنترول د سختولو مقصد د دې مخنيوی کول دي چي په بريد کي احتمالي برخه وال ترهګر له هيواد څخه ونه وځي. د سوېډن د کورنيو چارو وزير اندرس يګمن ويلي دي چي پر پولو د کنترول سختول کيدای سي د شلو نورو ورځو له پاره هم وغځول سي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.12.2016):